تاند- د بریتانیا دفاع وزارت وايي، د دغه هیواد هوايي ځواک د تورنا‌ډو پرمختللې الوتکې برابروي چې ژر یې افغانستان ته ولېږي.

د بریتانیا دفاع وزارت د شنبې په ورځ په لندن کې وویل چې ګولډ سټار ۳۱ قطعه، چې له تورناډو GR4 الوتکو څخه جوړ دی، د کندهار په هوايي ډګر کې د موجودو اې ایکس الوتکو په ځای لېږل کېږي.

د بریتانیا د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې د ګولډسټار ۳۱ الوتکو د قطعې د قومندان ډګروال ریچاردیتس له قوله ویل شوي:«دا په تېرو ۹۵ کلونو کې لومړی ځل دی چې دا الوتکې افغانستان ته استول کېږي.»

د ده په وینا د ګولډ سټار۳۱ قطعې الوتکې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۱۹ میلادي کال د افغانستان د خپلواکي غوښتونکو پرضد د انګلیسي او هندي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې کارول شوې وې.

په ۱۹۱۹ میلادي کال د غازي امان الله خان په مشرۍ افغانستان له بریتانیا خپلواکي وګټله.

له هماغه وخته تراوسه پوري د دې قطعې الوتکې خورا مدرنې شوي دي.

د بریتانیا دفاع وزارت وايي چې د ګولډسټار ۳۱ قطعې تورناډو الوتکې به یوازې څلور میاشتې په افغانستان کې وي.

بریتانیا ویلي چې د روان میلادي کال تر پایه له افغانستانه ټول پوځیان باسي.

د ګولډسټار ۳۱ قطعې له الوتکو څخه په ۱۹۹۱ میلادي کال د صدام حسین د رژیم پرضد د خلیج د جګړې په مهال کار اخیستل شوی و.

دغو الوتکو د پخوانۍ یوګوسلا��یا پرضد د ناټو په عملیاتو کې هم ګډون کړی و.

تورناډو جي آر ۴ الوتکې رادار نه شي کشفولی او له ۱۹۹۰ کال څخه په مختلفو عملیاتونو کې کارول شوي. تورناډو جي آر ۴ د ټیټې ارتفاع ډېرې ګړندۍ الوتکې دي چې له هوا څخه هوا او له هوا څخه مځکه ویشتونکي توغندي پکې نصب دي او په مخکه کې نښه خورا دقیقه ویشتلی شي.

0 thoughts on “بریتانیا افغانستان ته د ۴ میاشتو لپاره تورناډو الوتکې لېږي”
  1. افغانان هم حیران دي. له یوې خوا انګریزان او نور یې په افغانستان د متجاوزینو سیاست کاروي او له بلې خوا وسله وال اپوزېشن د داسې چا په لاس کې دی چې نه سړی دی او نه څاروی؛ بس د کوېټې په نظامي چاوڼۍ کې ناست دی چې هغه ځای هم ورته د انګرېزانو پرکټیانو پنجابیانو ورکړی دی او هر حکم یې درې ځلې د آی اېس آی چارپښان ګوري بیا صادرېږي. بس الله تعالی دې زمونږ پر حال ورحمېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *