تاند- د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ د افغانستان د ولسمشرۍ له کاندیدانو وغوښتل چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ابتدايي پایلو له اعلانه وروسته ارام واوسي.

ښاغلي هېګ د سې شنبې په ورځ وویل:«دا د افغانستان لپاره خورا حساس وخت دی. د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته باید واک په منظم، قانوني او مشروع ډول ولېږدول شي. زه د افغانستان له ټولو مشرانو په کلکه غواړم چې د خپل هیواد د یووالي او ثبات لپاره په ګډه کار وکړي. که دا نه کوي نو د سیاسي پاشلتیا او د طالبانو د واکمنۍ له پای ته رسېدو وروسته د افغانستان د پرمختګ د پیل شوي بهیر د درېدو او له نړیوالې ټولنې سره د ملګرتوب د پای ته رسېدا خطر په غاړه واخلي.»

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل:«د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي چې درغلي شوې ده. د درغلۍ نورې جدي ادعاوې مطرح شوي او دا سمه ده چې باید دا تورونه په بشپړ ډول وڅېړل شي. چیري چې درغلي شوې وي باید چټک اقدام وشي. د انتخاباتو مشروعیت د ټولو هغو افغانانو لپاره ضروري دی چې خطر یې ګاللی او رایې یې اچولي دي. دوی په خپلو رایو څرګنده کړه چې د تشدد د خبرداریو پروا نه لري او په خپلو ملیوني رایو د خپل سوله ییز او سوکال راتلونکي غوښتونکي او ملاتړي دي.»

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون وايي چې شاوخوا ۸ ملیونو افغانانو د ولسمشرۍ په دوهم پړاو انتخاباتو کې ګډون کړی دی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ وویل:«افغان سیاستوال اوس باید د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې او د انتخاباتو د کمیسیونونو ترڅنګ کار وکړي څو یقیني شي چې د انتخاباتو پایله د خلکو په رایو ټاکل شوې، نه په درغلۍ.»

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر، ملګروملتو او اروپايي اتحادیې د افغانستان په انتخاباتو کې د درغلیو د څېړلو ترڅنګ غوښتنه کړې چې باید انتخاباتي ستونزې او شکایتونه د افغانستان انتخاباتي ادارې وڅېړي.

د افغانستان له قوانینو سره سم د انتخاباتو خپلواک کمیسیون انتخابات ترسره کوي خو د انتخاباتي سرغړونو او شکایتونو څېړنه د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون کوي مګر د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم مخکې تر دې چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون پر شکایتونو غور پیل کړي د موازې حکومت د جوړولو خبرې کوي او حاضر نه دی چې انتخاباتي بهیر قانوني چاینلونه کچ کړي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون پرون پر شکایتونو غور پیل کړ. د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د بدلون او دوام ټیم ۱۸۰۰ شکایتونه ثبت کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *