تاند- د بریتانیا په مرسته د کابل په قرغه کې د افغانستان د ملي اردو د افسرانو د روزنې لپاره نوې اکاډیمي جوړه شوه.
په دې اکاډیمۍ کې، چې لا رسماً پرانستل شوې نه ده، د افغان او بریتانیايي استادانو له لوري د لارښوونې زده کړې پیل شوي دي.
د بریتانیا پوځي چارواکي د دې اکاډیمۍ جوړېدا په افغانستان کې د تلپاتې ثبات لپاره د بریتانیا د اوږدمهالو ږمنو لور ته یو مهم ګام بولي.
د بریتانیايي پوځیانو له لوري د افغانستان د ملي اردو د ځواکونو د روزنې لپاره دا نوې جوړه شوې اکاډیمي د بریتانیا د سندهرسټ ان دي سنډ مشهورې اکاډیمۍ ته ورته ده.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې دا اکاډیمي، چې د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ /اکتوبر۲۸/ به پرانستل شي، په کابل کې جوړه شوې ده.
په دې پوځي اکاډیمۍ کې به پوځي زده کوونکي ۴۲ اوونۍ زده کړه کوي او هر کال به ۱۳۵۰ نارینه او ۱۵۰ ښځینه پوځیانې ورڅخه فراغت ترلاسه کوي.
د دې اکاډیمۍ پر جوړولو بریتانیا ۷۵ ملیون پونډه لګولي دي.
د بریتانیا پوځي افسران، چې په دې اکاډیمۍ کې به افغان پوځیان روزي، وايي چې په لومړي پړاو کې ۲۷۰ زده کوونکي مني خو تراوسه پوري تر لس زرو زیاتو کسانو په دې اکاډیمۍ کې د زده کړو لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي.
په افغانستان کې د بریتانیا تر ټولو جګپوړي پوځي، ډګرجنرال جان لاریمیر وویل: د راتلونکي نسل د مشرانو روزل به د افغانستان د امنیت لپاره خورا مهم وي.
ده زیاته کړه:«که تاسو اوس ځوان افسران وروزئ، لس کاله وروسته به ټولی مشران وي، په شلو کلونو کې به د کنډک قومندانان شي، دا د افغانستان د ملي اردو هیله ده.»
د افغانستان د ملي اردو د ځواکونو شمېر درې نیم لکه په پام کې نیول شوی دی.
د افغانستان ملي اردو او ملي پولیس به د ۲۰۱۴ کال په پای کې، چې نړیوال پوځیان له افغانستانه ووځي، له ګڼو چلینجونو سره مخامخ شي. افغان ځواکونه اوس هم تقریباً د ټول هیواد د امنیتي چارو مسوولیت په غاړه لري او اکثره عملیات د ناټو ځواکونو له مرستې پرته اجرا کوي خو په ځینو مواردو کې ناټو ځواکونه یې هوايي او لوژیستیکي ملاتړ کوي.