د توقع خلاف ، د بریتانیا ۵۲٪ سلنه وکړو د اوروپایي ټولنې څخه د بېلوالي په پلوي خپله رایه وکاروله. هغوی چې داروپایي اتحادې څخه یې د بریتانیا د وتلو په پلوي رایه ورکړې دا شیبه د بریتانیا د ازادۍ په نوم نومولي.
بریتانیا د اورپایې ټولنې لومړی هیواد دی چې د اتحادې څخه بېلیږي، او د ټولپوښتنو دپایلو اعلان سمدستي وروسته يې په دواړو؛ برطاینه او اورپایې ټولنه کی سیاسي او اقتصادي کړکیچونه وزېږول.
د ۱۹۷۳ کال د بریتانیا تر غړیتوب نه وروسته به په لومړي ځل بریتانیا او اروپایي ټولنه به په خپل منځ کې سره کښېني او د اتحادې څخه د جلاکېدلو پر میکانیزم به بحث کوي. د اروپایي ټولنې د ۵۰ مادې پر بنسټ به د بریتانیا جلاکېدل دوه کاله وخت نیسې او د اړتیا په صورت کې که چیري د اروپایي ټولنې غړي هیوادونه موافقه وکړې نو دا موده نوره هم ځنډېدلای شي.
د بریتانیا جلاکېدل د اروپایي اتحادیې څخه و یولړکړکیچونو زېږولوته لاره هواکړې چې ځیني مهم هغه به یې په دې ډول وي:
اقتصاد او تجارت:
بریتاینا د ۲.۶ ټریلونه امریکایي ډالره د GDP په لرلو سره دنړۍ پنځم اقتصادي ځواک دی، او ددې اقتصادي ودې یو لامل هم د اروپايي اتحادې غړو هیوادو سره د ازاد تجارت مسله ده؛ چی د بریتانیا و اقتصاد ته یې ډیره ګټه کړې. دا چې بریتانیا اوس غواړی د اتحادې څخه بېله شي نو د ازاد تجارت معاهده هم د بریتانیا او اروپایې اتحادې ترمنځ له منځه ځي او بربتانیا مجبوره ده چې د اروپایي ۵۲ هیوادونو سره د هریوه سره په جلا جلا توګه تجارتي تړونونه وکړي چې دا کاروخت نیسي او دبریتا نیا اقتصادي وده ټکنۍ کوي.
په بریتانیا کي سیاسي خلا:
دبریتانیا اوسنی لومړی وزیر، ډیویډ کېمرون که څه هم په اروپایي ټولنې کې د برتاینا د پاته کېدلو پلوی دی، خو دده په کابینه کې ځیني غړي دده د دې غوښتنې خلاف دي، نو اوس بریتاینا د اتحادې څخه دجلاکېدو په لړ کې په خپله دده په ګوند کې یو سیاسي درز رامنځ ته کیدای شي او د بريتانیا جلاکېدل د اروپایي اتحادې څخه پلویان به دده د ایسته کېدلو او استعفا غوښتنه وکړي. چی دا چاره به دبریتا نیا په داخلي سیاست کې د یوخلا د رامنځ ته کیدلو وېره ځان سره ولري
واروپایي ټولنې ته نوی تهدید :
د اروپایي ټولنې څخه په لومړي ځل یو غړی هیواد وځي. دا په داسي حال کې ده چې وار له مخي په ټولنه کې ځیني نور هیوادونه هم د د اروپایی اتحادې څخه د وتلو پرسر په داخلي سیاسي ناندریو بوخت دي. یونان چې له کلونو راهیسي په یو اقتصادي ناورین کې را ګیردی او د اروپایې ټولنې څخه په میلیونو ایرو پوروړی دی، داتحادې څخه پروتلو له کلونو راهیسي غور کوي.
دبریتانیا وتل به کېدای شی ځینو نورو اروپایي ټولنې غړي هیوادونوته لکه سویډن، ډنمارک، هنګري او فرانسې وتلو ته لاره هواره کړي.
سکاټلنډ ازادي غوښتونکي:
بریتانیا په تیرو دوو کلونو کې دوې ډیري مهمې ټولپوښتنې وکړې، چی یوه يې همدا اوسنۍ BREXIT اوبله هغه یې د سکاټلنډ د ازادۍ غوښتنې په اړه وه. اوس وېره داده چې کیدای شې بریتانیا د یو دریم ریپرینډم سره هم مخ شي او سکاټلنډ بېرته د خپلي ازادۍ غوښتنه وکړي.
د بریتانیا وتل د اروپایي ټولنې څخه په ټولپوښتنه کی د سکاټلنډ هیواد په اروپایی ټولنه کې د پاته کېدلو په پلوي رایه اچولې ده چې دا کارکیدای شې بېرته سکاټلنډ و ازادۍ غوښتلو ته وپاوروي.
د پونډ او ایرو پړسوب:
پونډ په تاریخي ډول همدا اوس د تیرو ۳۱ کلونو به پرتله په ترټولو ټیټ ارزښت په حالت کی قرار لري. هغه سوداګر چې په پونډ سره یې پانګونه کړې اوهمدا ډول تجارت کوي نو که پونډ په راتلونکې یومیاشت په شاوخوا کې بیرته عادي حالت ته را نشي نو د ایرو او ډالرپه وړاندي به د پونډ تبادله د سوداګرو او تجارت لپاره سخته صدمه ولري.
له بلي خوا ایرو هم خپل ارزښت د BREXIT له امله همدا اوس د ۳.۳٪ سلنې سره له لاسه ورکړی، او وړاندوینې داسي دي چې پر تجارت او اقتصاد باندي خلګو خپل باور له لاسه ورکړی او تجاران کوښښ کوي چی د بریتانیا او اروپايي ټولنې څخه خپله پانګه وباسي، چې داکار به لازیات د پونډ او ایرو و پاړسوب ته لاره هواره کړي.
کډوال:
د تیرو څلورو لسیزو راهیسي له کله چې بریتانیا د اروپایې ټولنې غړی هیواد شوی نو د اتحادې دازاد تګ راتګ اصل پر بنسټ یو زیات شمیر وګړي د اروپایي ټولنې په داخل کې له یوه هیواده بل ته کډوال شوي دي، چې له دې قراره د اروپایې ټولنې څخه شاوخوا درې میلونه کډوال په بریتانی کی او په همدې ډول له بریتا نیا څخه ۱.۲ میلونه وګړي په اروپایي تولنه کې له لسیزو را په دې خوا نه مېشت دي. اوس که څه هم د تر راتلونکو دوو کلونو پوري به د بریتانیا او اروپایي ټولنې ترمنځ د ازاد تګ راتګ اصل همداسي پاته شي خو په راتلونکي کلونو کي ددومره زیاتو کډوالو پرناورین سترګي نشي پټیدلای.
جایدادونه او ملکیتونه:
د وړاندوینوڅخه ښودل شوې چې د BREXIT یا د بریتانیا وتل له اتحادې څخه دجایدادونو یا Real estate properties بیې به له ۱۰ – ۱۸ سلنې ترمنځ به د ۲۰۱۸ز پوری راولویږي.
دا چاره دیو بحران په ترڅ کې چې که چیري بانکونه قرض ورکول بند کړي او یا پېرېدونکې پر مارکېټ خپله باور له لاسه ورکړي نو په هغه صورت کې به عمومي تقاضا کمه او داکار به دبیې د لوېدلو لامل شي.
دونډو بازارونه:
دټولپوښتنې له پایلو د اعلان سره جوخت د ونډې بازارونه په بریتانیا او اروپایي ټولنې کې په تاریخي ډول رالویدلي. پونډ او ایرو خپل ارزښت له لاسه ورکړی او د یو مالي پړسوب احتمال یې پیداکړی. بریګزیټ به پر هندي او چینایي دونډوپربازارونو ډیراغیز ولري، ولې په جاپان او متحده ایالاتو کې؛ د ونډې په بازارونو کې مثبتي نښې نښانې ښکاري.
داد د اروپایي ټولنې په تاریخ کی، د ترټولو ستر ناورین دی، تراوسه هیڅ یوه اروپایي غړي هیواد، اروپایي ټولنه نه وه پرېښې. بریتا نیا او اروپايي ټولنې دواړو په یو غیر معین او نا تعریف شوي حالت کی قرار لري.اوس به اروپایي ټولنه د ۵۰ مادې په رڼا کې د بریتانیا پروتلو یوه سمدستي غونډه کوي.