تاند- بریتانیا وايي چې له افغانستانه خپلې بې پېلوټه الوتکې عراق ته وړي چې د اسلامي دولت د وسله والې سخت دریځې ډلې پر ضد په عملیاتو کې ورڅخه کار واخلي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د بریتانیا دفاع وزیر فلیپ هامند نن /پنجشنبه/ پارلمان ته وویل چې بې پېلوټه الوتکې به له عراقي پوځیانو او نړیوالو ايتلافي ځواکونو سره د دغه هیواد په شمال کې د اسلامي دولت د وسله والې سخت دریځې ډلې پر ضد د استخباراتو او څارنې په برخو کې مرسته وکړي.
ده وویل چې دا الوتکې هم بمونه غورځولی شي او هم توغندي ویشتلی شي.
دا به لومړی ځل وي چې بریتانیا له افغانستانه پرته یوه بل هیواد ته بې پېلوټه الوتکې لېږي.
دفاع وزیر هامنډ وویل:«موږ له افغانستانه منځني ختیځ ته د خپلو بې پېلوټه الوتکو د لېږلو په حال کې یوو.»
بریتانیا حاضردمه په عراق کې ۸ تورناډو جټ جنګي الوتکې لري چې د اسلامي دولت د وسله والو پرضد په عملیاتو کې برخه اخلي.
ګومان کېږي چې د عراق د ټول نفوس په سلو کې ۲۰ تر ۳۰ د اسلامي دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې اوسي