ډاکتر وحید ارین

تاند- د ملګروملتو یونسکو یوه افغان ډاکتر ته، چې په بریتانیا کې یې پناه اخیستې ده، خپله لوړه جایزه ورکړه.

ډاکتر وحید ارین ته دا میډال په جنګي سیمو کې د سکایپ او نورو ټولنیزو رسنیو له لارې له خلکو سره د مرستو په خاطر ورکړل شوه.

ډاکتر ارین نه یوازې په افغانستان بلکې په سوریې او نورو جنګ ځپلیو هیوادونو کې له خلکو سره مرسته کړې ده.

ډاکتر ارین په پنځلس کلنۍ کې له افغانستانه بریتانیا ته پناه یووړه او اوس د دغه هیواد په چیستر ښار کې اوسي.

ډاکتر وحید ارین

د راډیولوژۍ متخصص ډاکتر ارین په نړۍ کې یو له ۱۰ تنو څخه دی چې په نیویارک کې د ملګروملتو د (Global Hope) «نړیواله هیله» میدال ترلاسه کوي.

وحید ارین په نولس سوه نوي یمه لسیزه کې بریتانیا ته لاړ او هلته ورته وویل شول چې احتمالاً به د ټکسي چلوونکی شي، خو دی، چې د کلکې ارادې خاوند و، وروسته پوهنتون ته لاړ او په کمبریج پوهنتون کې یې طب ولوست.

کمبریج د نړۍ یو له څو معتبرو پوهنتونونو کې څخه دی.

وحید ارین له کوچینوالي څخه، چې لا په کابل کې و، لوی ارمانونه لرل.

ډاکتر ارین، چې اوس د لیورپول ښار د اینټري پوهنتون په روغتون کې کار کوي، وايي چې ده ته ورکړل شوی میډال هغو ټولو کسانو ته ورکړل شوی چې رضاکاري کوي او د رضاکارو ملاتړ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *