قاسم خان لغمانی

که څه هم د سرتېرې او سربازله نوم څخه خلک پوهیږي چې دنده یې د هېواد د خپلواکۍ، اراضي تمامیت او د خلکو ساتنه ده او په دې لاره کې د سر څخه تېر او په سرباندې بازي کوي، په عسکري قوانینو کې د سنګر څخه تېښته ، سنګر او مورچل دښمن ته پرېښودل یو جرم دی او مرتکب یې باید جزا وویني.

د وطن او د خلکو په ساتنه کې سربازان خپل سرونه ورکوي او د دندې د تر لاسه کولو پر مهال خپله د وطن او خلکو سره تعهد کوي چې پدې لار کې به خیانت نه کوي چې په عسکري کې ورته رسم تحلیف وايي، چې هر سرباز په دې مجبوریږي تر څو د خپل سر څخه تېر شي او د وطن او خلکو دفاع وکړي او د هغوی د مال او ناموس ساتنه وکړي. که څه هم په نظامي قوانینو کې د مکافات او مجازاتو اصل شته او تل یې خلک غوښتنه هم کوي ځکه کچېرې یو څوک په خپله ورسپارل شوي دنده کې غفلت وکړي او د خپل غفلت سزا ونه ګوري نو بیا یې عدت ګرځي او نور سربازان یې ترې زده کوي او که یو څوک په خپله ورسپارل شوي دنده کې له ځانه وړتیا وښیي باید مکافات شي تر څو یاد کس تشویق او نور ملګري یې ترې زده کړي چې په دنده کې وړتیا ښودلو کې مکافات هم شته او دوی دا اصل زده کوي او خپلو دندو ته نور هم متوجه کیږي.

که لیکنه راڅخه نوره اوږده نشي د بریدمل عیسی خان موضوع چې ډېره ګرمه شوي او ډېر تقدیر شو او باید شي را اخلم چې ولې دومره تقدیر شي ځکه د یو سرباز همدا وظیفه ده لکه عیسی خان چې ترسره کړه او ځيني خلک بیا نورې بېلګې را اخلي چې هلته داسې شوي وو څوک تقدیر نشول او هلته داسې شوي وو چا مکافات ور نکړل.

۱- نوموړي د یوې لويې فاجعې مخه ونیوله داسې فاجعه چې هیڅ د جبران وړ به نه وه.

۲- نوموړي د ولسي جرګې غړي او د خلکو منتخب استازي چې ټول بې وسلې خلک وو وژغورل.

۳- عیسی خان د امنیتي ځواکونو د زیات وخت د ضایع کیدو او د تلفاتو مخه ونیوله.

۴- د نوموړي تقدیرول له یوې خوا په امنیتي ځواکونو باندې د خلکو باور زیات کړ او له بلې خوا د مکافاتو او مجازاتو اصل هم پکې را ژوندی شو.

پورتنیو ټکو ته په کتو هر سرتېری چې ورته کړنه او زړورتیا وښيي باید تقدیر شي.

2 thoughts on “بریدمل عیسی خان ولې د تقدیر وړ دی/ سباون محزون”
  1. دا درسته خبره ده چی نوموړی یو میړانه او توره یی کړیده او باید تقدیر شوی وای خو طالب پلوه خلکو بیا ډنډوری غږوی او دا یو افسانه بولی او طالب پلوه رسنی لکه( نن ټکی آسیا) بیا داسی موضوع ګانی رااخلی چی د افغانستان د ملی اردو او ملت په ضرر او ضد وی دغه رسنی خو بلکل د طالبانو ده نه پوهیږم چی بیا څنګه ورباندی لیکلی دی چی خپلواکه رسنی یعنی چی د چا پلوی نه کوی او حقایق نشروی هغه که په دولت کی وی یا په طالب کی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *