تاند، یکشنبه، د میزان ۷مه: په کابل کې د بریټانیا سفارت د ولسمشرۍ له نوماندانو غوښتي چې له وخت څخه مخکې دې د بریا ادعاوې نه کوي او د ټاکنو کمېسیون دې پرېږدي تر څو د رڼو پایلو د اعلان لپاره بې پرې او اغېزناک کار وکړي.
د انګلستان سفارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، ټول نوماندان او پلویان یې باید له وخته مخکې د خپلې بریا دعوې ونه کړي او نه دې هم د درغلۍ داسې ادعاوې کوي چې ثبوت یې ونلري.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د انګلستان د سفیر مرستیال د کابل ځینو ټاکنیزو مرکزونو ته ورغلی او هیله یې ښودلې وه چې دا ځل به پراخ تخنیکي اقدامات د درغلۍ مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې له دوه ځلې ځنډېدو او مهالویش د تغیر څخه وروسته تېره ورځ د میزان په ۶مه ترسره شوې.
په دغو ټاکنو کې تر اوسه د اشرف غني ډلې، ګلبدین حکمتیار او حکیم تورسن د بریا دعوه کړې ده.
څه در ته ووایم شریکه
دلته زما د مورکی بچان نام خدا ډېر دی هغه هم په ډول ډول افکارو مجهز
یو د مور بچی می ستا پر جان لاک مین دی
بل پر شکسپېر مین دی
بل پر ویلسټون چرچل مین دی
بل پر آکسفورډ پوهنتون مین دی
البته آکسفورډ سټریټ دی جلا مینان لری
بل پر بیګ بین او بی بی سی مین دی
بل د پارلمان پر ودانۍ او د ننه په ودانۍ کی پر جادوئی تعاملاتو او کړنو مین دی
البته پر ډیانا باندی مینان ډیانا غوندی په فزیکی یا روحی توګه تقاعد ته سوق سوی دی
لنډه دا چی په هر قشر کی ستا مینان دلته غونځیږی او جالبه داده چی تر څلورو لسیزو مخکی پوری حتی همدا نن ستا مختلف مینان یو بل ته بد رد وائی
ښه خیر
دا مسئله به د عقیدې او بیان او سلیقې د آزادی په ظرفیت کی محاسبه سی او کوم جرم به و نه شمېرل سی
خو
هغه څه د هر دردمن انسان او افغان د نور درد لامل ګرځی دا دی چی
ولی زموږ روشنفکر قشر خپله تاریخی حافظه له لاسه ور کړېده؟
همدا دوې پېړۍ او لسیزی او کلونه او میاشتی او هفتې او ورځی چی ستا په رنګینو رنګه دی( زموږ د تاریخ پاڼی ) ولی د عبرت وړ نه دی؟