تاند- د پاپ موسیقۍ د مشهورې سندرغاړې بریټني سپېرز پخوانی معشوق او تکړه پېلوټ په افغانستان کې وژل شوی دی.
د جان سندال (John Sundahl) هیلي کوپتر کابل ته نژدې وویشتل شوه. نوموړي په یوه خصوصي قراردادي شرکت کې کار کاوه.
د ده پر وژل کېدو بریټني سپېرز سخته خواشیني شوې ده ځکه چې نوموړي په هغو وختونو کې زیاته مرسته ورسره کړې وه چې دا په ژورو روحي ستونرو اخته وه.
د جان ورور کارل وویل:«دا زړه ماتوونکی خبر دی. جان افغانستان ته تللی و چې له دغه وران شوي هیواد سره مرسته وکړي.»
۳۳ کلن جان او بریټني سپېرز په ۲۰۰۷ میلادي کال د لاس انجلس ښار د الکولو د اعتیاد د پرېښودلو په یوه مرکز کې سره وپېژندل او دا وايي چې جان سبب شو چې له الکولو د دې زړه تور شي او لاس ترې واخلي.