د آنلاین مالي معاملاتو د ترسره کولو عمل ته بريښنایی سوداګري وايی. آنلاین شاپنگ او آنلاین پانګه اچونه د بریښنایي سوداګرۍ هغه بیلګې دي چې د آنلاین مالي لیږد پروسه پری ترسره کیږی. دا د نن سبا خورا عام اصل دی چې محصولات په انلاین شکل سره ارډر کړئ ، سټاک واخلئ او وپلورئ ، بیلونه ورکړي ، او مالي حسابونه آنلاین اداره کړئ. دا په داسی حال کی ده چی ، آنلاین درغلي یا فراډ ، د کریډیټ کارت درغلي ، او د پیژندنې غلا (داسې یو حالت ته وایی چې یوکس د بل شخص څیره او شخصي معلومات پټ کړی یا یی لاسته راوړي) ورځ تر بلی په چټکۍ سره وده کوي ، نو اړینه ده چې د آنلاین مالي فعالیتونو په برخه کی معلومات ولرۍ تر څو د داسی پیښو ښکار نشۍ. نږدی هر وخت ددی امکان شته چی د کریډیټ کارت یا د آنلاین نورو مالی خدماتو د کارولو په وخت کی یا وروسته مو معلومات د یو چا له لوری غلا شی .نو بهتره دا ده چی هر کله انلاین ټران زکشن کوۍ نو اول کوشش وکړۍ چی د خوندي ویب د (یو آر ایل) په لټه کې شئ چې د( اچ ټی ټی پی) پر ځای په (اچ تی ټی پی اس ) سره وي. هیره مو نه وی چی په عامه وای فای یا هټ سپټ سر دنښتلو پر وخت هیڅ انلاین ټرانذکشن تر سره نه کړۍ تر مو چی (وی پی ان) نه وي کارولی! آنلاین مالي اکونټونه باید په مکرر ډول د قوي بدلیدونکو پاسورډونو په ذریه سره خوندي شي ترڅو د هر نوع درغلۍ څخه وساتل شي. په اکثره هیوادونو کی آنلاین شاپنگ عموما د دواړه فزیکي محصولاتو د پیرود لپاره – لکه جامې، بوټان، او همدارنګه د سافټویرونو، فلمونو، او بریښنایی – کتابونو چی د انلاین ویب پاڼو له لارې پلورل کیږی کارولی کیږي. بل مشهور ډول یی آنلاین بولی ده چی د نورو اشخاصو څخه د آنلاین توکو د پیرلو خورا عامی لارې دي. چی پدي سره پلورونکي د لیلام (اکشن) سایټ کې د پلور لپاره خپل توکي لیست (پوسټ) کوي، لکه (ای بی)، د فیسبوک د مارکیت پلپس برخه ، وغیره اپلیکیشنونه شته دی چی ځینې وختونو کی باید د د لیست کولو کوچني فیس هم ورکړۍ او همدارنګه د لیلام یا اکشن سایټ ته کمیشن چې کله توکي وپلورل شي ورکړی. هرڅوک کولی شي د اکشن یا لیلام سایټ ته مراجعه وکړي او د لیلام تر پای پورې په توکو باندې داوطلبي و کړی. بل یو مشهور، بلکی نسبتا محفوظه د اشخاصو پیرود کولو عامه لاره د آنلاین محرم اعلاناتو پوست کول دی چی د (کریګ لیست) سایټ کې پوست شوي دی/ کیږي. پدی سایټ کی تاسو کولۍ شۍ چی خپل اعلانات او توکي د پیر یا پلور لپاره پوسټ کړۍ. په ډیری هیوادونو کی ډیری بانکونه نن سبا خپلو پیرودونکو یا مشتریانو ته د وړیا خدمت په توګه آنلاین بانکداري وړاندیز کوي ترڅو پیرودونکي د دي وړتیا ولری چې په خپلو ټول حسابونه چیک کړي ، نقدي چکونه وګوري او
نور لیږدونه ، د لیرې واټن څخه چیکونه وسپارئ ، بیلونه په بریښنایی شکل سره ورکړي ، او د دوی بانکي حسابونو پورې اړوند نور فعالیتونه پکی ترسره کړای شي. په نن سبا وخت کي آنلاین بانکداری په دوامداره توګه وده کړي ده چی اکثره وخت یی د کمپیوټر یا سمارټ فون له لارې په اسانۍ سره ترسره کولی/کنترولولی شي. همدا رنګه آنلاین بانکداري په عمومي ډول د
بانک ویبپاڼي له لارې سرته رسیدلی شي خو ځینی بانکونه یی بیا د ګرځنده ایپ له لارې ترسره کوی ان ځینی بانکونه بازی خدمات د پیغام استوني یا اسمس له لاری هم پر مخ وړی. د بیلګي په توګه که چیرته یو انلاین ټرازکشن وکړي تاته د رسید او نور مالومات د پیغام له لاری راځی ترڅو ستا بانک مطمین شی چی چا درسره کومه درغلي نه ده کړي. د سټاک ، بانډونو پیرل او پلور،
متقابل فنډونه، او د امنیت نور ډولونه د آنلاین پانګوونې په توګه پیژندل کیږي چي بیا دا ټوله راکړه ورکړه د بریښنایی سوداګرۍ تر عنوان لاندي را جمعه کیږي. په مجمعه کی دا او نور معلومات که څه هم په انلاین شکل او ورځپاڼو کی پیدا کولی شۍ خو دي په څیر نور مالومات درته ښایی یو بریښنایی سوداګر یا صراف خه تشریح کړی شی.