محمد میلاد بارکزی –
د کابل پوهنتون د پالیسي او عامه ادارې ماستری پروګرام د دوهم کال زده محصل
په دې مقاله کې؛
- آیا د اروپایي اتحادیې څخه وتل یو پلان سوی عمل و؟
- آیا بریتانیا ته د اروپایي اتحادیې بدیل څه کیدای سي؟
- د کومو دلایلو له مخې بریتانیا اروپایي اتحادیه پرېښوده؟
بریتانیا چې د مې د میاشتې په درویشتمې نیټې باندې د اروپایي اتحادیې څخه د بریتانیا د وتلو او په دې اتحاديې کې د پاته کیدلو په اړه یوه ټولپوښتنه وکړه او په دې ټولپوښتنه کې د بریتانیا د ټولو ایالتونو وګړو ګډون کړی وو. په پایله کې ۵۱،۹ سلنه وګرو له اروپایي اتحادېې څخه د بریتانیا وتلو ته رایه ورکړه. ډیویډ کامرون، د بریتانیا لومړی وزیر، د دې ټولپوښتنې د پایلو په اړه د ناخوښي په دلیل له خپلې دندې څخه استعفاه وکړه او له اتحاديې څخه د بریتانیا د وتلو چارې یې د بریتانیا نوې لومړي وزیرې تیریزا مې ته پریښودل.
دا چې د ټولپوښتنې پایله د بریتانیا د حکومت له خوښې سره سم وو او یا نه وو، او یا دا چې د بریتانیا له ګتو سره سمون درلود او که نه درلود ډېر سیاستپوهان فکر او تحلیل ته اړ کړي دي.
اول دا چې ډیری خلګ به داسي فکر وکړي چې د اتحادیې څخه د بریتانیا وتل یو تصادفي کار وو. لکه څنګه چې ځیني سیاستپوهان دا پیښه د اروپا په سیاست کې یوه زلزله وبلله. اما دا چې دا پېښه پلان سوې وه که د بریتانیا د ستراتیژیکو پلانونو په خلاف رامنځته سوه، یوې عمیقې څېړنې ته اړتیا لري، اما یوه خبره جوته ده چې له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانیا وتل محتمله وه. د اروپا او په ځانګړې توګه د بریتانیا سیاستپوهان په دې باندې پوهیدل چې کیدای سي د ځینې سیاسي کړیو فعالیت له اروپایې اتحادیې څخه د بریتانیا د وتلو په تړاو به یوه ورځ بریالۍ سي. په ۲۰۱۵ ز کې کله چې ډیویډ کامرون د دوهم ځل لپاره د بریتانیا لومړۍ وزیري ته نوماند و، ځېنې داسي تبلیغات موجود و چې محافظه کاران د خپل قدرت د ساتلو دپاره په دې لټه کې دي څو بریتانیا د اروپایي اتحادیې څخه وباسي. په دغه وخت کې حتی د بریتانیا په پارلمان کې دا موضوع مطرح سوې وه او ځیني سیاست مداران به ورته کمپاینونه هم کول، په خاصه توګه د محافظه کار ګوند ځیني غړي.
په هر حال، له څو مودې راهیسي زیات شمیر سیاستوال چې اکثرآ د محافظه کار او کارګر ګوند غړي دي د بریګزیټ لپاره کمپاینونه او هلي ځلې کولې.
د هغه جملې څخه د بریتانیا ځیني پېژندل سوي سیاسي څیرې لکه: Nigel Farage، Boris Johnson، Michael Gove، Liam Fox، Owen Paterson او یو شمیر نور پیژندل سوي سیاست مداران دي.
دا چې ولي دا سیاستوال غوښتل چې بریتانیا له اروپایي اتحاديې څخه وباسي بې دلیله نه وه. اول، بریتانیا په اروپایي اتحادیې کې له نورو غړو هیوادونو سره یو شان شخصیت درلود، په دې اتحادیه کې بریتانیا ته خاصه پاملرنه نه کیدل او په تصمیمونو کې د نورو کوچینیو هیوادونو په رکم به رایه ورکوله، په داسي حال کې چې بریتانیا د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا دایمي/د ویټو حق لرونکۍ غړی او په نړۍ کې یو غښتلۍ نظامي او اقتصادي قدرت دی، نو دا حالت بریتانیا ته د قناعت وړ نه وه. دوهم، د اروپایي اتحادیې غړیتوب د بریتانیا اقتصادي بازار محدود کړي وه، بریتانیا نور نه غوښتل چې د اروپایې اتحادیې په محدود/واحد بازار کې، چېري چې رقابت خپل اعظمي حد ته رسیدلی دی، محدود پاته سي. درېیم، په یو کال کې بریتانیا ۱۲،۵ ملیارډ ډالره د اروپایي اتحادیې د بودیجې د تمویل دپاره ورکول او په مقابل کې هغه ګټی چې بریتانیا د اتحادیې څخه غوښتل محدودې او نا انډول وې. څلورم، او تر ټولو عمده دلیل چې د مخې یې د بریتانیا سیاسي فعالان او ستراتیژستان غوښتل بریتانیا اروپايي اتحادیه پریږدي، دا ده چې بریتانیا د یوې بدیلې اتحادیې د ایجاد په لټه کې دی.
لکه څنګه چې پورته هم یادونه وسوه، اروپایي اتحادیه د دې ظرفیت نه درلود چې د بریتانیا ستراتیژیکي موخې پوره کړي. بریتانیا دا نه غواړي چې د اوږدې مودې دپاره د نړۍ په سیاست کې په پسیف (غیرفعال) رول کې ولوبیژي، بلکه د دې هیواد ستراتیژیستان غواړي چې په راتلوکي کې بریتانیا د یوې داسي اتحادیې په رآس کې وي، کوم چې د نوي نړۍ د قدرتونو سره اوږه ولګوي.
چین او هند په اوسنۍ نړۍ کې د نوي قدرتونو په بڼه تبارز کړي دي، روس چې د بریتانیا تاریخي رقیب دی بیا د امریکا سره اوږه لګوي او شرقي اروپا یې تر تهدید لاندې راوستي ده. امریکا چې د دوهم نړیوالې جګړې راهیسي د بریتانیا ستراتیژیک ملګری وو، او اروپایي اتحادیه تر ډیره حده په سیاسي ډګر کې ځان په امریکا باندې ساتل او تکیه یې پر کوله، بریتانیا نه غواړي چې وروسته د دې په امریکا تکیه وکړي، او یا د داسي اتحاديې غړۍ وي چې ځان په امریکا ساتې او د روس تر تهدید لاندې شپې او ورځې تیروي.
لڼده دا چې د بریتانیا په سیاست کې دا موضوعات د ډیر وختي څخه ارزول سوي وه، د واقعیت نه به لیري نه وي که چېرې ووایو چې بریتانیا د اروپایې اتحادیې تر ایجاد کلونه مخکې (د استعمار په وخت کې) د دې په لټه کې وه چې یوه داسي اتحادیه رامنځته کړي چې وکولای سي د بریتانیا قدرت او ګټې د اوږدې مودې دپاره خوندي وساتي. او بریتانیا د نړۍ د لویو قدرتونو په وړاندې نا انډول پاته نسي. په ۱۹۵۷ ز کې د روم د کانفرانس په پایله کې چې د لمړي ځل دپاره د اروپا اقتصادي کمیسون (EEU) (وروسته بیا EU) رامنځته سوه بریتانیا د دې تړون غړی نه وو، بلکه دا هغه وخت وو چې د دوهمې نړېوالې جګړې تجربه بریتانیا دې ته اړ کړې وه تر څو خپل پخواني مستعمري و ارزوي چې څنګه دوی د بریتانیا سره په یو واحد تړون کې راوستلای سي. د یوې خوا په هغه وخت کې دا هیوادونه تازه خپلواکۍ ته رسیدلي وه او د خلګو ذهنیت دیته آماده نه وه چې د بریتانیا تر مشری لاندې تړون رامنځته کړي، د بلې خوا دېته تر ډیره حده زمینه سازي نه وه سوې چې دا پخواني مستعمرې دي د بریتانیا سره اتحاد جوړ کړي. بلاخره بریتانیا په ۱۹۷۱ کې د همګټو هیوادونو یو لوی اتحاد رامنځته کړ، پدې اتحاد کې اکثرآ د بریتانیا پخواني مستعمرې شاملې وې چی شمیر یې ۵۳ هیوادونو ته رسیدل. اما بریتانیا د دې اتحاد څخه په هغه وخت کې ډېر اقتصادي او سیاسي ګټې نسو اخیستای، بلکه دې اتحاد ته ډیر کار او زیار اړتیا وه تر څو د بریتانیا ستراتیژیکې موخي پوره کړای سي. په ۱۹۷۳ ز کې (د همګټو هیوادونو د تاسیس نه پوره دوه کاله وروسته) بریتانیا د اروپایي اتحادیې غړیتوب هم ترلاسه کړ، خو دا چې ولي، دا د وخت تقاضا وه. اما بریتانیا پدې دلیل چې تر پایه به د اروپایې اتحادیې غړی پاته سي د دې اتحادیې غړیتوب نه وه ترلاسه کړې، د دې ادعا لوی دلیل هم دا دی چې بریتانیا هیڅکله دیته حاضر نه سو چې یورو (د اروپایې اتحادیې پولي واحد) خپل د هیواد د رایجو پیسو په توګه، او د پونډ ځای ناستی ومني.
اوس، چې نړۍ د بیسارو او نويو بدلونونو سره مخ ده، او بریتانیا په کافي اندازه په همګټو هیوادونو اتحاد باندې کار کړې ده، د دې وخت رسیدلی دی چې بریتانیا ځانته داسي اتحاد د نړۍ سیاسي ډګر ته راوباسي چې د یوې خوا بریتانیا یې په رآس کې وي، د بلې خوا د اروپایې اتحادیې د ځایناستي په توګه د بریتانیا اقتصادي، سیاسي او حتی نظامي موخې پوره کړای سي.
په همګټو هیوادونو (Commonwealth of the Nations) اتحاد کې د کاناډا، استرالیا، مالیزیا او هند په څیر شتمن او لوی هیوادونه، او د نایجریا، ګامبیا او مالډیو په څیر کوچیني او اړ هیوادونه هم شامل دي. دا اتحاد په اروپا، امریکا، آسیا او استرالیا کې مهم او ستراتیژیکو سیمو ته شامله ده.
دا اتحاد ډیر جالبه او بې ساری جغرافیایي جوړښت لري، چې د اقتصادي، نظامي، سیاسي لحاظه د اهمیت نه ډکه ده. د دې اتحاد ۱۶ هیوادونه رسمآ د بریتانیا ملکه (دوهم الیزابیټ) خپل د تشریفاتي رییس په توګه مني، د ځمکې دوه مهمې اقتصادي او مخالفې سیمي، استرالیا او کاناډا چې د طبیعي زیرمو، موقعیت، نفوس او ساحې له حیثه د اهمیت نه ډکې دي، د دغو ۱۶ هیوادونو په ډله کې دي.
نو، بریتانیا ته اروپایې اتحادیه تر ډیره بریده د هغه ابتدآ نه مهمه نه وه، د بریتانیا ستراتیژیک ملګری او سیاسي متحد د دوهمې نړېوالې جګړې راهیسي د امریکا متحده ایالات وو، خو سره د دې هم د بریتانیا فوقیت غوښتونکی پالیسي بریتانیا تل دېته هڅول تر څو د نړۍ د مهمو قدرتونو په ډله کې پاته سي. په دغه دلیل بریتانیا خپل د مخکې نه ارزول سوي پخواني مستعمرې بیا سره په یو تړون کې راوستل او د همګتو هیوادونو تړون یې ترېنه په ۱۹۷۱ ز کې جوړه کړه. اوس دا وخت رسیدلی دی چې بریتانیا خپل ۴۶ کلن سیاسي او اقتصادي د لاس کمال نړۍ ته ور وپیژني او سیاست ته یې دننه کړي.
کیدای سي دا پوښتنه مطرح سي چې بریتانیا سره د دې چې د همګټو هیوادونو اتحاد رامنځته کړې وه، د اروپایې اتحادیې غړیتوب یې هم درلود، پدې کې کومه ستونځه نه لیدل کېدل، اوس نو ولي بریتانیا د اروپایې اتحادیې غړیتوب پریږدي، په بل عبارت، هغه کوم دلیل دی چې بریتانیا ته اجازه نه ورکوي تر څو په یو وخت کې د اروپایې اتحادیې غریتوب ولري او د همګټو هیوادونو په راس کې هم واقع وي؟
یوه خبره واضحه ده چې، په حقوقي او سیاسي لحاظ پدې کې چې بریتانیا په یو وخت کې د اروپایې اتحادیې غړیتوب ولري او د بلې خوا د همګټو هیوادونو تړون په راس کې واقع وي، د هیڅ مانع سره مخ ندی. اما، دا چې بریتانیا وغواړي خپل ستراتیژیکو موخو ته د رسیدو دپاره د همګټو هیوادونو تړون د سیاست صحنې ته راوباسي او د دې هیوادونو ترمینځ اقتصادي، سیاسي او نظامي اړیکي لا هم پیاوړي کړي، نو یقینآ اروپایي اتحادیه به يې په لاره خڼډ وګرځي. ځکه چې اروپایې اتحادیه په اوس وخت کې ۷ ادارې لري، غړي هیوادونه دغو ۷ ادارو ته ژمن او مکلف دي. سره د دې، اروپایې اتحادیه یوه واحده مارکیټ هم لري چې د اروپایي اتحادیې غړي هیوادونه، د یوې توافق له مخې خپلې سوادګرې دغې مارکیټ ته محدودوي. یعنې دا چې که چیري د اروپایې اتحادیې کوم غړی هیواد وغواړي چې د نورو هیوادونو سره اقتصادي اړیکې او تړونونه رامنځته کړې نو پدې کې به خپلواکې نه وي، بلکې د دوی اړیکې او تړونونه به د اروپایې اتحادیې د پریکړې پورې تړلي وي.
په هر حال، د اروپایې اتحادیې اوه ګونې ادارې، حقوقي اسناد او تجارتي تړونونه د همګټو هیوادونو په تړاو د بریتانیا د آزادو فعالیتونو خڼډ ګرځیدل، په دغه دلیل بریتانیا دې ته اړ سو چې خپلو ستراتیژیکو موخو ته د رسیدو دپاره دې اروپایې اتحادیه پریږدي.
په پایله کې، لکه څنګه چې مو مخکې یادونه وکړه، په اوسنۍ وخت کې قدرت لرونکي هیوادونه خپل د قدرت د ساتلو دپاره نړیوالو ملګرو ته اړتیا لري. بریتانیا هم د ډیرې مودې نه دې ټکي ته پام سوی دی. دا چې ځیني سیاست پوهان پدې فکر کي دي چې بریتانیا د اروپایي اتحادیې په پریښودلو سره خپل یو لوی سیاسي او اقتصادي ملګری دلاسه ورکړ، په داسي وخت کې چې هیوادونه د ملګرو او اتحادونو په لټه کې دي، تر ډیره حده دا ګومان ناسمه ده. ځکه چې، که چېري داسي وای نو بریتانیا به هیڅکله اجازه نه ورکوله تر څو د اتحادیې غړیتوب یا نه غړیتوب دې قمار ته پریږدي او د ټولپوښتنې سرحد ته ورسیږي. خو، حقیقت دا دی چې بریتانیا د اروپایې اتحادیې بدیل په لاس کې درلود، چې هغه د همګټو هیوادونو اتحادیه ده. او حتی دا ادعا هم کولای سو چې د اتحادیې پریښودل یو غوښتل سوی عمل وو، پدې دلیل چې د بریتانیا دوه حاکم ګوندونه (محافظه کار او کارګر)، د دې چاره دپاره ډیر کمپاینونه هم کړي وه. پدې منظور چې بریتانیا دي په نږدې راتلونکي کې د همګټو هیوادونو اتحاد خپل د راتلونکي ستراتیژیکو موخو دپاره وکاروي.
2/3/2017
محمد میلاد بارکزی
د کابل پوهنتون د پالیسي او عامه ادارې ماستري پروګرام د دوهم کال محصل
سرچینې:
- https://www.lausanne.org/content/lga/2016-09/brexit-impact-european-mission?gclid=Cj0KEQiA5bvEBRCM6vypnc7QgMkBEiQAUZftQC-t53Dr29ii8KdL0nWZ954akuM6IRSRPUSWPerBF-waAkVl8P8HAQ
- https://www.lausanne.org/content/lga/2016-09/brexit-impact-european-mission?gclid=Cj0KEQiA5bvEBRCM6vypnc7QgMkBEiQAUZftQC-t53Dr29ii8KdL0nWZ954akuM6IRSRPUSWPerBF-waAkVl8P8HAQ