تاند، یکشنبه، د جدي ۱۵مه: برېټانیا د ایراني چریک جنرال قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته پر عراق سربېره افغانستان کې هم خپلو وګړو ته د سفر اړوند توصیه جاري کړې ده.
په دې توصیه نامه کې له کابل هوايي ډګر، پنجشېر او بامیان پرته بریټانوي وګړو ته ویل شوي چې د افغانستان هر ګوټ ته د سفر په ترڅ کې احتیاط وکړي.
د برېټانیا د باندنیو چارو وزارت په خپره کړې توصیه نامه کې راغلي چې هېواد یې د افغانستان په ټولو برخو کې د خپلو وګړو د ساتنې او خوندیتوب مسوولیت پر غاړه نه شي اخیستلی، ځکه د دوی د سفارت عمله هم حتی د افغانستان ځینو سیمو ته نه شي تللی.
په توصیه نامه کې له کابل څخه بهر بریټانوي وګړو ته سفر خطرناک بلل شوی دی او ویل شوي چې په کابل کې هم باید چې بریټانوي وګړي په زرهي موټرو کې له یوه ځایه بل ته تر مشورو وروسته سفر وکړی.
بریټانیا همدا راز په افغانستان کې له خپلو وګړو غوښتي چې په هوټلونو او میلمستونونو کې شپه ونه کړي، ځکه ډېر احتمال شته چې د بریټانیا د توصیه نامې د معلوماتو له مخې ترهګریز بریدونه پر دوی هم ترسره شي، یا کوم بریټانوي وګړی وتښتول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ د ایران د سپاه قدس د جنرال سلیماني تر وژنې وروسته په عراق کې امریکا هم خپلو وګړو ته له دغه هیواد نه د فوري وتلو امر کړی او بریټانیا بیا د محتاط اوسېدلو لارښوونه کړې ده.
برټانیا په دغه توصیه نامه کی سهوه شوی او یا سم معلومات نلری؟
د ایراني چریک جنرال قاسم سلیماني نیږدی ملګری او زړه سواندی خو په پنجشېر او بامیان کی دی.
ایا تاسو د دغه ولایاتو د ځینو مشرانو غبرګونونه نه دی اوریدلی؟ دانترنت مجازی نړی ته ورشی چه د دغه دوو ولایاتو دځینو بی شماره خلکو غبرګونونه او تبصری وګوری.