له تيرو څوارلسو کالو راهيسي په افغانستان کي امريکايان او دهغوى انډېوالان عملا موجود او له افغانانو سره رنګا رنګ ژمني تکراروي.
په لومړيو کي د خلکو هيله مندي زياته وه، خو وروسته وروسته دغه هيله مندي د ناهيلو خواته نږدې او اوس تر ډېره ځايه افغان ملت افغانستان ته د همکارۍ په نامه له راغلو مرستو، پوځيانو او تکراري ژمنو څخه ستړي سوي دي.
د ستړيا تر ټولو ښه بېلګه يې د کندهار برېښنا يادولاى سو، چي په دې نږدې يوه نيمه لسيزه کي د دې ستونزي اساسي چاره ونه سوه او ورځ تربلي خلک ورسره له دې ستونزي سره لاس اوګرېوان دي.
د برېښنا شرکت يو مسلکي کارکوونکي ويلي و، چي که چيري د جنراټوري ډېزلو نيمه اندازه لګېدلي پيسې دهلمند ولايت د کجکي پر بند په توربينونو لګېدلي واى، نو نه يوازي به دکندهار او لښکرګاه ښارونه د زياتو کلونو لپاره روښان سوي واى، ترڅنګ به يې زيات خلک د کارځايونو د فعالېدو په سبب د يوې ګولي حلالي ډوډۍ خاوندان سوي هم واى.
همدارنګه د سياسي چارو شننونکي بيا وايي، که کار ځايونه زيات او خلکو ته کار پيدا سي، نو د ناامنيو په له منځه وړولو کي هم ښه نتجه ورکوي.
په کومه سيمه او ښار کي، چي امن وي، هلته سوداګر پانګه اچونه کوي او له دې لاري د انسانانو ژوند نور هم مدني کيږي او ټولو ته ښاري اسانتياوي چمتو کيږي.
په دې وروستيو کي يوځل بيا د کندهار برېښنا ستونزه پېدا کړې ده او په سم ډول ښاريانو ته برېښنا نه رسيږي، د کومي سيمي چي د برېښنا نوبت وي، د هغې سيمې برېښنا دومره کمزورې وي، چي هيڅ کار ورڅخه نه اخيستل کيږي.
کندهارښاريان له دولت او نړېوالي ټولني څخه يوځل بيا غوښتنه کوي، چي د نورو ستونزو ترڅنګ يې د برېښنا روانه ستونزه په سم ډول ور حل کړي.
يوازي د پروژو شمېر مهم نه دى، بلکي د پروژو کيفيت مهم دى، نو کندهاريان هم يوازي د ښار په لوېديځه او ختيځه څنډه کي د جنراټوري يا ډېزلي برېښنا پرځاى د کجکي پر بند د توربينونو اساسي رغول غواړي.
که چيري هغه ستونزمن وي، د شاه وليکوټ په ولسوالي کي د (دهلې ) پر بند د سمبال برېښنايي توربين نصبول هم د مسلکي کسانو په خبره يوه اندازه د کندهار ښار د برېښنا پرتې ستونزي راکمولاى سي.
همدا ډول په ځينو ولسواليو کي د اوبو د بندونو لپاره امکانات چمتو کول او بيا پرهغو بندونو د برېښنايي توربينونو نصبول د کندهاريانو د برېښنايي اساسي ستونزه په رښتيا سره له منځه وړلاى سي، نو په کار ده، چي امريکا او ورسره راغلي انډېوالان يې د افغان ملت د اساسي ستونزو حل ته ژور پام وکړي، يوازي سطحى کارونه د افغانانو درد نه سي دوا کولاى .
خلکو ته هم په کار ده، چي د همدغي لږي برېښنا سره په رښتيا د ملي احساس له مخي سپما وکړي، که چيري په اوونۍ يا دوو ورځو کي ورته برېښنا ورکول کيږي، نو له خپلو اړتياوو څخه دي يې بېځايه نه لګوي، ځکه يو هيواد هغه مهال د پرمختګ لوړو پوړيو ته ښه رسېدلاى سي، چي د دولت ترڅنګ ملت هم خپل مسؤليت درک او په سرته رسولو کي يې په صداقت لستوڼي راپورته کړي.
نړېوالو ته هم په کار ده، چي خپلې مرستي پر دوامدرو رغنيزو پروژو ولګوي، يوازي داسي ونه کړي، چي په نمايشو کارونو ځان بوخت وساتي او افغانان يوازي ( تږي تر اوبو پوري باسي)
دوى بايد په دې پوه سي، چي افغانان نور په تشو ژمنو نه غوليږي، له دولت ، شرکتونو او نړيوالو څخه په هره برخه په ځانګړي ډول د برېښنا په سمون کي اساسي هلي ځلي غواړي، ځکه اوسنۍ ټيکنالوژي او پرمختګ د برېښنا په ټکني جريان کي امکان نه لري.
د يو ودان، سمسور او په برېښنا روښان افغانستان په هيله