کندهار او هلمند ته برېښنا

تاند- افغان چارواکو نن /شنبه/ وویل، هیله لري چې کابل ته به له ازبکستانه راغلې برېښنا ژر وصل شي ځکه چې امنیتي ځواکونو د برېښنا د نړېدلیو ستنو سیمه کاملاً تصفیه کړې ده.

د افغانستان برېښناشرکت ویندوی وحید الله توحیدي وویل، انجینرانو ځیني لاینونه بېرته نښلولي خو ټول کار به په پنځو ورځو کې بشپړ شي.

له ازبکستان څخه کابل ته وارداتي برېښنا د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ د بغلان په ډنډ غوري کې د جګړې له سختېدو وروسته پرچاو شوه. چارواکو وویل چې وسله والو طالبانو د برېښنا یوه ستنه ویجاړه کړې خو وروسته طالبانو د برېښنا د ستنې په ویجاړولو کې لاس لرل رد کړل، ویې ویل چې د دولتي ځواکونو د ډزو له امله برېښنا پرچاو شوې ده.

په تېرو درو اوونیو کې د افغانستان برېښنا شرکت په ځلونو د برېښنا د ستنو د ژر ترمیمولو ژمنه وکړه خو ویې ویل دا کار تر هغو نه شي کولی تر څو چې دواړه ښکېلې خواوې د انجینرانو د امنیت تضمین ورنه کړي.

د برېښنا پرچاويي د کابل د ډېرو اوسېدونکو ژوند تریخ کړ ځکه چې ډېرې کورنۍ له برېښنا څخه نه یوازې د رڼولو لپاره بلکې د پخلي او تودولو لپاره هم کار اخلي.

د بغلان والي عبدالستار بارز وايي، امنیتي ځواکونو له ډنډ غوري وروسته ډنډ شهاب الدین هم تصفیه کړی دی. په دې سیمه کې هم د برېښنا ستنې چپه شوي دي.

بارز هیله څرګنده کړه چې کابل ته به د برېښنا لېږد ژر بېرته پیل شي.

2 thoughts on “برېښنا شرکت: ژر به د ازبکستان – کابل د برېښنا مزي وصل شي”
  1. malgeria de amniat khabra na da

    asli khabra di kabul hukomat dinana mafia da chi ghwari barq wasl nashi aw tigarat wokri

    hasi woles ma gholawai tolo charwako paisi khowarli di

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *