د افغانستان او افغانانو دښمنان اوس د وحشت داسې وروستي حد ته رسیدلي چې د اسلام په نوم د خپلو هوسونو لپاره هغه ځایونه په نښه کوي چې خدای پاک امن ګرځولي دي.

جومات ته په عامه اصطلاح د خدای کور ویل کیږي، خو له بزدله دښمن څخه اوس جومات هم په امن نه دی او د پردیو د ګټو لپاره په مسلمانانو باندې جوماتونو کې هم بریدونه کوي.

تاسو د یکشنبې په ورځ ولیدل او یا به مو اوریدلي وي چې د خوست په یعقوبیو کې وحشي دښمن ۱۴ کسان شهیدان کړل او ۳۶ نور یې ټپيان کړل، دا خلک ټول ملکي وګړو و او په دې ګناه !؟ شهیدان شول چې د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره یې نوم لیکنه کوله.

بزدله دښمن دا کار د خپلو هوسونو لپاره کوي، خو دا یې هیر دي چې په اسلام کې هر څوک د رای حق لري چې د حقونو د لاسته راوړلو لپاره یو استازی وټاکي، داسې استازی چې هر ځای او هر کله یې نماینده ګي وکړي.

ولې په مذهبي ځایونو برید؟

که څه هم د حقاني شبکې او طالبانو د ځینو بریدونو مسوولیت د داعش په نوم وسله واله ډله پرغاړه اخلي، خو په اصل کې داسې نه ده، دا بریدونه ټول طالبان ډیزاین کوي او په مذهبي ځایونو د بریدونو مسوولیت په داعش وسله والو اچوي.

د خوست په یعقوبیو کې د طالبانو یا داعش برید نه لومړنۍ دی او نه به وروستی وي، دا ډلې د اسلام تر نامه لاندې په عبادت ځایونو باندې بریدونه د دې لپاره کوي چې د اسلام دین نورې نړۍ ته د جګړو او حشت دین معرفي کړي، خو انشاءالله افغان ولس به دا په ډاګه کوي چې دا ډلې د اسلام نماینده ګي نه کوي او یوه وحشي ډله ده چې د پردیو د ګټو لپاره پر مسلمانانو او عبادت ځایونو باندې بریدونه کوي.

دا برید چې سیاسي اړخ لري، په دې پلمه شوی چې ګنې خلک په ټاکنو کې ګډون کوي او په ټاکنو کې د افغانانو پراخ ګډون افغان دښمنه هېوادونو ته د منلو نه دی او کار کوي چې افغانان داسې ټاکنې وکړي چې د خلکو ګډون پکې کم او پایلې یې جنجالي شي چې بهرني استخبارات پکې خپلو ګټو ته ورسیږي.

په عبادت ځایونو او د ټاکنو په مرکزونو بریدونه د اسلام په مقدس کې دین کې د علماوو له نظره ناروا دي او هر افغان حق لري چې په ټاکنو کې ګډون وکړي او د خپلې خوښې نوماند ته رای ورکړي.

چاودنې به خلک له ټاکنو راګرځوي؟

افغانانو چې اوس یې د ولسواکه نظام نتیجه لیدلې، هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې د زور له لارې پرې یو څوک تحمیل شي او د همدې لپاره د هېواد په ګوټ ګوټ کې خلک د نوم لیکنې مرکزونو ته ورځي او د راتلونکو ټاکنو لپاره نوم لیکي.

افغانان له کلونو جګړې سره اوس بلد شوي، د وحشي او بزدله دښمن له کارنامو خبر دي، د هغو ډلو له فعالیتونو او برنامو خبر دي چې بهرنۍ پروژې یې اخیستې او د اسلام په نوم افغانان وژني او ارزښتونو باندې یې بریدونه کوي.

نو پارلماني او یا د ریاست جمهوري ټاکنې د ولسونو ارمان دی، دا یې حق دی چې په خپلو رایو استازي او ولسمشر وټاکي او دا ډول بریدونو سره به هیڅوک هم له رای ورکولو او نوم لیکنې را و نه ګرځوي.

د خلکو مسوولیت څه دی؟

د نوم لیکنې په مرکزونو د افغان دښمنه کړیو بریدونه د دې لپاره دي چې خلک د ولسواکۍ له حق څخه بې برخې کړي، خو خلکو ته پکار ده چې دښمن یې څومره وحشي کیږي، همدمره دې دوی ورسره بالمثل عمل کوي.

دا بریدونه د همدې لپاره د سیمې استخباراتو د ترهګرو ډلو لپاره ډیزاین کړي چې افغانانو کې ویره خپره کړي چې په ټاکنو کې ګډون و نه کړي او راتلونکي پارلماني ټاکنې ګډې وډې کړي، که افغان ولس دې بریدونو ته تسلیم شي او د نوم لیکنې له بهیر راوګرځي، نو حتما دښمن خوشحاله شو او موخې ته ورسید، خو که افغان ولس غواړي چې له دښمن غچ واخلي، نو د نوم لیکنې پروسه کې دې ګډون وکړي او راتلونکي ټاکنو ته دې چمتووالی ونیسي.

په ټاکنو کې د ولسونو پراخ ګډون دښمن ته په مخ کلکه څپيړه ده، که موږ د ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړو، یا و نه کړو، په که په ټاکنو کې ګډون وکړو، یا و نه کړو، دښمن مو وژني او هر ځای یې چې لاس بر شي، د بهرنیو د ګټو لپاره د افغانانو وینه تویوي.

تاسو په تېره څو کلنه جګړه کې ولیدل چې له ټاکنو پرته طالب، داعش، حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو په ارام پريښودی، خو ښکاره ځواب دی چې نه، نو بیا ولې مو له لویو موخو راوګرځوي.

ترهګرې ډلې چې د اسلام تر نامه لاندې فعالیت کوي د اسلام د نوم بدۍ تر څنګ په افغانانو کې ویره خپروي او د جګړې د دوام، بریدونو او چاودنو لپاره بیلابیلې پلمې لټوي، کله به مو په دې نوم وژني چې د ټاکنو لپاره نوم لیکنه کوي، کله به مو په دې وژني چې ولې د هویت تذکره اخلئ، کله به مو په دې وژني چې ولې رای کاروئ، نو که له دې ټولو اهدافو ورتېر شو او یا دښمن ته تسلیم شي، حتما مو بیا په دې وژني چې ته ولې حنفي یې ، ته ولې وهابي يې، ته ولې شیعه یې، ته ولې سني یې.؟

د ترهګرو ډلو موخه او اهداف د افغان وینه تویول دي، دا ډلې د دې لپاره نه دي ګمارل شوي چې کومه سیمه ونیسي او یا حکومت وکړي، دې ډلو ته یواځې د سیمې استخباراتو دستور ورکړی چې وینه تویه کړي، هغه که په هرځای او هره پلمه وي.

نو موږ له جګړې، چاودنو او بریدونو سره روږدي یو، زموږ افغان ځواکونه د ترهګرو تر شا دي او هر ځای یې چې مرکز او ډله په نښه کړي له منځه یې وړي، خو ترهګر چې د افغان وژنې په هیڅ اړخ باندې زړه نه سوځوي، په جوماتونو او عامه ځایونو کې ځانمرګي بریدونه او چاودنې کوي چې مخنیوی یې سخت دی.

بس د ترهګرو ډلو او سخت دریځو اسلامپالو د ماتولو لپاره لوی کار دا دی چې ولسونه یې پروړاندې نفرت زیات کړي او هر ځای او هر کله یې پروړاندې ودریږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *