پاول بوټي ږدول. لیندا خپل طلایي ویښته په قیدک کې بندول. پاول پرته له دې چې دې ته وګوري خپلې اوږدې څڼې پر مړوند د غوږ شاته واړولې:
-له پخوانۍ میرمنې سره به مې هر کال ویل چې نوي ګلان به تجربه کوم
لیندا له ګلانو مخ واړاوه. پاول د زیړ ګل د بزغلي بیخ ته خاورې ورپورې وهلې، په ستمي یې وویل:
– څو ځله مې نوي تخمونه هم راپيدا کړو خو ژوند چې رنګین نه وي ارمان دې نه پوره کیږي
-په فیسبوک کې دې د ګلانو پټی لوی ښکاریده، کوچینی کړی دې دی؟
پاول رنده پر مځکه ووهله هغه لکه ودریده:
– زړه مې کیده چې سره ګلان هم کیږدم خو..
– سره او زیړ سره ښه ښکارې
-ژوند په رنګ ولاړ دی که رنګ والوت ژوند والوت
-د همدې لپاره دې کور څو رنګه رنګولی
پاول لاسونه له خاورو وڅنډول، د کوټو خوا ته یې لاس ونیو:
-هاغه پورته بالکون ته ګوره هلته مې زړه غوښتل چې یوه کوټه جوړه کړم، رنګارنګ یې ورنګوم
لیندا عینکي لرې کړې، خپلې زرغونې سترګې یې وموښلې. پاول د کور پر زینو پل کیښود، دروازه یې پرانیسته:
-پخوا مې ویل چې دغه سالون هم دوه متره پراخوم
لیندا څټ وګیراوه. پاول د سپینو واینو ګیلاسونه ډک کړل. د کوټې دننه یې انځور ته لاس ونیو، رنګه رنګه کرښې پکې ایستل شوې وې:
-دغه ژوند دی
-د دې څه معنا؟
پاول د واینو ګیلاس د لیندا له ګیلاس سره وجنګاوه، کټ کټ په خندا شو:
-معنا به ته پکې لټوې.
لیندا بهر د زیړو ګلانو بزغلیو ته وکتل چې سرونه یې ځړیدل.
پراګ