محب الله الله یار

بزګراو ښکاري د بیلا بیلو په زړه پورو او جالبوحکایتونو ټولګه ده چې خوږي پښتو ته یې ژباړه دکلید راډیو خبریال توریالي همت کړي ده .

داکتاب په لومړي ځل دزرو ټوکو په شمیر کتاب خپرندویه ادارې چاپ او خپور کړي چې ټول ۱۰۵ مخه لري دپښتي ډیزاین یې ښاغلي نجیب الله نایل کړي .

په دي کتاب کې شاوخوا پنځوس حکایتونه دي چې دخپل پیاوړي محتوایې اړخ له پلوه دژوند په هره برخه کې دنیمکړتیاو حل او بریالیتوب لپاره ښه پیغام لري .

همت کتاب خپل مور او پلار ته ډالۍ کړي چې دهغه دخپلو خبرو ترڅنک پري ډاکټرخیرالله خیال او دلغمان پوهنتون دژورنالیزم پوهنځی استاد پوهیالي یحيي یعقوبي سریزي کښلي دي .

بزګر اوښکاري په ښه صحافت چاپ شوي دپښتۍ پرلومړي مخ یې دکلیوال ژوند یو انځورشوي تصویراو په دویم مخ یې دژباړن پیژندنه دښاغلي محب الله الله پرقلم لیکل شوي ده .

حکایتونه یو ډول لنډداستانونه دي چې لوستونکوته یوډیر دروند مذهبي ،ټولنیز او اخلاقی پیغام لیږدوي نوځکه ددي کتاب لوستل ځوانو پیغلو او ان دډیرعمر خلکو ته له ګټی خالي نه دي .

دتوریالی همت پرقلم ژباړن شوي بزګر او ښکاري کتاب په جلال اباد کې کتاب خپرندویه اداره خپروي او له نورو کتاب پلورنځیو هم ترلاسه کیږي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *