لېډينګ سټوري اداره –
د یوه دیني عالم، د دین ورثې، د اسلام د استازي لاروي، د حب الوطن مین، د ملک د خواخوږي د ممبر د اتل سپېڅلې اروا چا واخیسته؟ دا د پورته یادو عبارتو خلاف روان لاروي ور څخه هغه روح او نفس وکښئ چي د عذاب په ورکولو کي يي خدای(ج) د عاجزۍ کلیمې لا له وړاندې یادي
کړي دي. هغه د سولي غوښتونکې پرښته وه، هغه په میلیونو افغانانو کي د سولي یو اواز پورته کړ؛ خو د ښکار تازي بیا په یوه ښکار جنت او حورو ته د رسېدو جامونه پر سر واړول او زوړ سړی، سپین ږری بوډا يي د سولي د هغې کلیمې څخه چي هغه پر مین و د ټول عمر لپاره د مرګ نه بلکي د قتل په خوب بیده کړ.
دا سپین ږری او د سولي مین د هلمند مرکز لښکرګاه ښار ته په هغه غونډه کي د ګډون لپاره څو ورځي مخکي راغلی و چي د وسلوالو مخالفینو سره د امن او سولي د خبرو لپاره جوړه سوې وه؛ خو د ځانمرګو بريدو پر مهال يې مېرمني او کوشنيانو ته جسد لېږل کیږي؛ خو دا چا و نه ویل، چي ولي او پر کوم ځای ځانمرګی؟ د دې مولوي صاحب ژوند ولي اخیستل کیږي؟
د دین+ مذهب+ طالب+ داعش او … په نامه د دنیا له هري څنډي نومونه راپورته کیږي، هغه څه کوي، چي زړه يي غواړي.
د وحشي لوبي لپاره افغانستان انتخاب دی، پوښتنه نسته، په اړه يي تشویش نه لرو. بس؛ دا د جنګ ډول به وهو، نور به ژوند نه غواړو او پر خپل بستر به د هري بلا او افراطیت ډرامه وینو، چې یوه ډرامه پای مومي، بیا نوې پیلیږي او هغې ته به پخپله ټوله علاقمندي انتظار کوو ځکه که مو څه وویل دستي کافر کیږو او بیا مرګ دی. موږ خو ډیر داسي راپورونه واورېدل او د خلکو احساسات څرګند سول، یوازي د کاغذ او فیسبوک پر مخ، په اړه يي هیڅ جدي نه سوو.
اوس پوښتنه دا ده چي ایا اوس هم په دې څېړنه مصروف پاته سو چي سوله د چا له لوري نه رامنځته کیږي؟ نه کرزی او د هغه زړه ډله نه ایران او پاکستان دې ته زړه ښه کوی بلکي نور هم د تېز اور بڅرکي غورځوي چې اور ته یې خپل ځانونه تاوده وساتلای سي، بلخوا امريکا له يوې خوا له لېوانو سره په پټه دره کي د سرونو پر سر او جهاد په نامه معاملې شروع کړي چې افغان انسان وځپل سي، په دې معنى چي يو خوا ته افغانانو ته وايي چي موږ له تاسو سره د کومک او مرستې لپاره راغلي يو؛ خو بله خوا د پاکستان او ايران له حکومتو سره، چي په ډاګه د طالبانو تر شا ولاړ دي، مرستې کوي او نژدې اړيکي ورسره لري؛ لار مالومه ده، د دنیا هیڅ قوت مو نه وطن راجوړوي او نه مو ریښتني د سولي غوښتونکي دي.
اې افغان بچیه!!!
د وطن جوړولو او سولي راوستو لار خپله کړه! مه پرېږده، چي د جهاد په نوم دي خپل د ممبر د پېشوا تر شا له مینځه یوسي! پردیو ته ځکه ځای مه ور کوه! ستا مولوي صاحب د علماوو هغې شورا ته تللی و چې د سولي په اړه جوړه سوې غونډه کي د سولي پر ارزښت او د سولي پر مهیموالي بحث وکړي؛ خو چا او ولي له مینځه یووړ؟
په دې تمه هم مه پاتېږه چي سوله به پخپله راسي، دا بې منطقه تحلیل چټي خبره ده! د ریښتني اسلام لاروی اوسه! پوه شه چې د حل لاره یوازي مبارزه ده، دا که د ګاندي غوندي له لوږي وروسته راځي او که د نیلسن منډیلا غوندي د ۲۷ کلونو زندانو له یخوالي او تودوالي وروسته راځي؛ خو ستا مبارزه به هله رنګ راوړي چي د یوې پاکې او افغاني ډیموکراسۍ او هم افغاني تګلاري څښتنان واوسو.
مه وایه چي په سوله کې زما څه ګټه ده؟ په سوله څه وکړم او سوله ماته څه را کولاى سي؟ په سوله کې به ستا وطن، ستا بچی، ستا ملا پر ارامه سي او د وطن په هره څنډه کي به د سولي ریښتنې هوا تنفس کیږي، نړۍ ته به د افغان انسان وینه ارزښت ولري.
غني حسن
بدلون اووڼيزه\لومړی کال\(۳۵) ګڼه\ چارشنبه\ثور\ ۳۰\ ۱۳۹۴