د بست باستان خبري اژانس د راپور له مخې د اروزګان، د خاص اروزګان ولسوالۍ ګڼ شمېر اوسېدونکي،  د سيمه ييزو پوليسو د قوماندانانو حکيم شجاعي او عبدالصمد د ظلمونو له وېرې په غرونو کې پټ شوي دي.

اژانس وايي، حکيم شجاعي، چې په قوم هزاره دی، څه موده مخکې يې په دې سیمه کې تر سلو زيات پښتانه، له کوم جرم او ګناه پرته په ډېر ناوړه ډول سره ووژل.

د اروزګان د ولايتي شورا رييس امان الله هوتکي وايي، چې حکيم شجاعي د ولسمشر د دويم مرستيال کريم خليل په مرسته دا ټول جنايتونه ترسره کوي.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي، له څو ورځو راهيسې سر ټکوي، چې د شجاعي اړوندو پوليسو وهلي ډبولي او مالونه يې هم ترې چور کړي دي.

د دغې ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکي له تېرو څو ورځو راهيسې، په پرله پسې توګه کندهار مېشتو خبريالانو ته ټېلېفونونه کوي او هلته د سيمه ييزو پوليسو له کړنو او ظلمونو څخه په چيغو دي.

څو تنو، چې نه يې غوښتل نوم يې واخېستل شي، کندهار مېشتو خبريالانو ته د ټېلېفون پر کرښه وويل، چې د سيمه ييزو پوليسو د قوماندانانو شجاعي او عبدالصمد ظلمونو اړ کړي دي، چې کورنه پرېږدي.

د سيمې اوسېدونکي وايي، چې د حکيم شجاعي پوليسو دوې ورځې مخکې، د دغې ولسوالۍ په سيدانو کلي کې وروسته له هغه، چې يو کس يې د ماين په چاودنه کې ټپي شو، د سيمې لس تنه بې ګناه وګړي په وحشيانه ډول وډبول او د ټولو لاسونه او پښې يې ورمات کړل.

دغه اوسېدونکي وايي چې “اوس يې سيمه پرې اېښې ده او په غرونو کې پټ دي.”

د سيمې اوسېدونکي وايي، چې ولسمشر يې دې غږ واوري، ترڅو دوی د سيمه ييزو پوليسو له ظلمه وژغورل شي.

د دولتي چارواکو غبرګون

په دې اړه د اروزګان ولايت دولتي چارواکي له خبرو کولو ډډه کوي.

خو د دغه ولايت د ولايتي شورا ريس امان الله هوتکي د سيمي د اوسېدونکو خبري تائيدوي او هلته پر پښتنو د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان حکيم شجاعي ظلمونه نه زغمونکي بولي.

هوتکي، شجاعي د ولسمشر د دويم مرستيال کريم خليلي د ملاتړ له امله مغرور بولي او وايي، چې خليلي يې بشپړ ملاتړ کوي او اړوند دولتي چارواکي هم له وېرې څه نه شي ورته ويلی.

د ولايتي شورا رييس له مرکزي دولته غواړي، چې نور دې د حکيم شجاعي د دغو ناوړه کړنو مخه ونيسي.

ومو غوښتل، چې په دې اړه د کورنيو چارو له وزارت سره هم خبرې وکړو؛ خو له ډېرو هڅو سره سره په دې کار ونه توانېدو.

حکيم شجاعي په خاص اروزګان ولسوالۍ کې، د ۱۲۱ ولسي کسانو پر وژنه تورن دی او وروسته له هغه، چې څو مياشتې مخکې پر نوموړي د ۱۶ ملکي افغانانو د وژنې بل تور هم پورې شو له سيمې وتښتېد.

هغه مهال د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړ، چې د نوموړي د نيولو هڅې کوي؛ چې وروسته د ځينو چارواکو په وينا، ونيول شو؛ خو د ولسمشر د دويم مرستيال کريم خليلي له خوا بېرته خوشی شو او اوس هم په اروزګان ولايت کې خپلو ناوړه کړنو ته دوام ورکوي او خلک يې تر پزې راوستلي دي.

د سيمه ييزو پوليسو جنايتونه

د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د سيمه ييزو پوليسو د ناوړه کړنو او ظلمونو له امله خلکو شکايتونه کړي دي؛ خو دولت پام نه دی ورته کړی.

د حکيم شجاعي له خوا د وژل شوو خلکو له خپرو شوو تصويرونو څرګندېږي، چې سپين ږيري کسان او ماشومان يې له کوم جرم پرته له تېغ تېر کړي دي.

څو مياشتې مخکې په کندوز ولايت کې هم د سيمه ييزو پوليسو له خوا د ښځو او ماشومانو په ګډون، ١٦ تنه بې ګناه ولسي وګړي ووژل شول.

څو مياشتې مخکې، د سيمه ييزو پوليسو له خوا د ځينو ټولوژنو له پښو وروسته، د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز، د سیمه ییزو پولیسو له خوا د ولسي او بېګناه وګړو وژنه په کلکه وغندله او له دولت څخه يې د سيمه ييزو پوليسو په اړه له سره کتنې غوښتنه وکړه.

د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز د اجرایوي شورا غړي مجمد اجمل هوډمن په همدې اړه جوړه شوې یوه خبري غونډه کې ويلي وو: «سیمه ییز پولیس بېګناه ولسي وګړي وژني، نو لازمه ده چې د سیمه ییزو پولیسو پر جوړښت له سره کتنه وشي.»

نوموړي په هغه غونډه کې يوې پېښې ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې تر شپاړسو ډېر بېګناه ولسي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، په کندوز کې د میرعلم او قوماندان قدیرک تر مشرۍ لاندې خپلسرې وسله والې ډلې له خوا ووژل شول. او په وينا يې، چې دغه کسان د حکومتي چارواکو له خوا وسله وال کېږي او بېګناه ولسي وګړي وژني.

بلخوا څو ورځې مخکې د اروزګان ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې هم، د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو د سيمه ييزو پوليسو د ناوړه کړنو او ظلمونو له امله، د لالي په نوم د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان پر ضد سخته جګړه وکړه.

د دغې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حسن ګل خان وويل: «خلکو څو ځله د قوماندان لالي د ظلمونو شکايت دولت ته کړی دی، چې دغه کس د خلکو ٦٦ دوکانونه چور کړي او ٦ تنه بېګناه ولسي وګړي يې پرته له کوم دليل څخه وژلي دي.»

دغه قوماندان (لالي) د بست باستان خبريال ته د ټېلېفون پر کرښه، د دغې وسله والې نښتې خبره ومنله او ويې وويل: «يو شمېر منفعت غوښتونکو کسانو، په څو سيمو کې د سيمه ييزو پوليسو پر ضد جګړه پيل کړې ده، چې لاهم روانه ده.»

دا چې حکومت د سيمه ييزو پوليسو د جوړښت په اړه کوم ګامونه پورته نه کړل، اوس په ځينو سيمو کې د دغو ځواکونو پر ضد پاڅونونه کېږي او خلک يې له کړنو ناخوښي څرګندوي.

بست باستان خبري اژانس

By میر

3 thoughts on “بست خبري اژانس : پښتانه، د حکيم شجاعي ظلمونو غرونو ته خېژولي”
  1. په ټول افغانستان کی دنورو انسانانو در دری دلی دی چی تاسوپه روزګان ولایت کی داسی زالیم غدار انسا مشرکړی دی داظالیم غدار انسان نه بلکی حیوان لاتر داسی انسانانو ښدی حیوان چی دومر په نس موړ شی
    بیا انسانانو ته غاښونه نه چچی داظالیم حیوان په خپله علاققی داستوګنی ځای نلری چی پخپل کلی کښی ګزا
    ره وکړی بلکی روزګانیان داسی انسانان کی ونه پرجوش راله ز شجاعی حیوان به دخلیلی ترکوڅوتیرکړی
    بیابه دی نه داوی اونه ها

  2. Ammo Qisa-yee Arabhaa Afghan Sari Taan Shuda Ist, Ki Agar Tanhaa Bood Migoyand Ki Awlaad Payambar Hastum, Wa Agar Tanhaa Ba Geeash Amadi Migoyand Ki Awlad Abu Jihl Hastum. Wa Yaa Misli Amoo Adam Ki Az Yak Shipish Basta Postin Khod Ra Sokhtanda Bood.

    Gozar Bihtar Ast, Haalaat Bisyar Nazuk Ast

    Ali Gull

  3. د ترخی تجربی تکرار د نجیب په وقت کی هم دا ډلی وی چی ترینه دوستم وزیږیده او اوس هم د اربکی په نوم ډلی جوړیږی دی کی ، هدف یواځی او یواځی د بیګانه خلکو وژل دی او هیڅلکه به حکومت ددی کسانو په مرسته امینت رانه وړی ټولی غلاووی ، شکونی هم دو کوی ، اکثریت قتلونه ، اختطاف او ناموسی وژنی ددوی په مرسته سر ته رسیږی ، حتی د کورونو غلاوی ، که وګوری کرزی صاحب په دی دو دوری حکومت کی همدا یواځی بار کړی خر په هزاره ګانو لیدلی چی مرستیا ل ییی مقرر کړی ولی دو کی دومره بل اهل کس نه وه داسی کسان باید د حکومت له صحنی څخه وویستل شی او سخته سزا ورکړل شی چی یو قاتل په خپله مهمان خانه کی ساتی او پناه ورکوی دا احمق شجاعی باید په عام محضر کی په دار وځړول شی څو نورو ته پند وی او نور څوک ددی جر آ ت پیدا نه کړی چی بیګانه انسانان ووژنی وسلام
    په مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *