د احمد شاه ابدالي کرکـټ دريو ورځينو سياليو په پاى لوبه کې د بست زون لوبډلې مس عينک ته په ماتې ورکولو سره ددې سياليو اتلولي خپله کړه.
دا سيالۍ درې اونۍ مخکې د کابل او ننګرهار د کرکټ په نړيوالو لوبغالو کې د پنځو زونونو د لوبـډلو په ګډون سره پيل شوې وې او پرون د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې د بست په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.
د دې سياليو پاى لوبې ته د بست او مس عينک زونونو لاره پيدا کړې وه، دپاى لوبې پچه د بست لوبډلې وګټله او مس عينک ته يې د توپوهنې (بيټنګ) بلنه ورکړه.
د مس عينک زون لوبډلې پخپل لومړي پړاو (اننګز) کې ٣٨٧ منډې جوړې کړې ، په ځواب کې يې د بست لوبـډله پخپل لومړي پړاو کې ٢٧٣ منډې وکړې ، دغه راز مس عينک پر بست لوبـډلې ١١٥ منډې زياتې کړې .
د مس عينک لوبډلې پخپل دويم پړاو کې د تېر په څېر ښه لوبه ونه کړاى شوه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يې ١٤٢ مندې وکړې او د لومړي پړاو د ١١٥ زياتو منډو سره يې يو ځاى بست لوبډلې ته د ګټلو لپاره د ٢٧٣ منډو کېښود.
د بست لوبـډلې په خورا زغم سره ياد هدف د اوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او دا درې ورځنۍ لوبه وګټله او ددې سياليو اتلولي يې خپله کړه.
د بست لوبغاړى راشد چې په دې لوبه کې يې اوه لوبغاړي سوځولي وو، غوره لوبغاړى اعلان شو، دغه راز د امو زون لوبغاړى جاوېد احمدي چې په ټوليزه توګه يې په دې سياليو کې ٢٠٥ منډې جوړې کړې وې او ٢٥ لوبغاړي يې هم سوځولي وو، د سياليو غوره لوبغاړى اعلان شو.
ددې سياليو غوره توپ وهونکى د بست لوبغاړى مجتبى ونومول شو، چې په ټوليزه توګه يې ٥٢٦ منډې جوړې کړې وې، دغه راز د مس عينک لوبغاړى ظاهر خان چې ٣١ لوبغاړي يې سوځولي وو، ددې سياليو غوره توپ اچوونکى وټاکل شو.
په پاى کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس او په قبايلي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزير شهزاده مسعود او د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد لخوا ګټونکې لوبډلې د اتلولۍ جام ورکړل شو او پر نورو لوبغاړو هم جايزې ووېشل شوې.
شهزاده مسعود وويل چې دواړو لوبډلو په زړه پورې لوبه وکړه او زه يې د وړتياوو ستاينه کوم. هغه زياته کړه چې دغه ډول موکې د لوبغاړو پر وړتياوو مثبته اغېزه کوي او زه ډاډ لرم چې د همدغسې لوبو په برکت سره به په هره برخه کې غوره لوبغاړې تر لاسه کړو.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رئيس ډاکټر نورمحمد مراد چې د مس عينک لوبډلې کپتان ته يې د دوهمې درجې ډالۍ ورکوله، د ورته لوبو او سياليو ارزښت يې په ډاګه کړ او ويې ويل : ((د کورني کرکټ جوړښت خورا ارزښت لرونکی دی چې د هېواد راتلونکي ته غوره لوبغاړي ورپېژني او د يوې حمايوي قوې په توګه دنده تر سره کوي. زه د لوبغاړو وړتياوې د ستاينې وړ بولم او ډاډ لرم چې ددغو لوبغاړو راتلونکی به خورا روښانه د هېواد په ګټه به نوي رنګونه راوړي.))