ټوله ښاريه يې په سر اخيستې وه، هېچا هم له ډاره غږ نه شو کولاى… نه چا څه ويل… نه چا پوښتنه کولاى شوه… نه ترې چا څه غوښتلاى شول… او نه… .
عجيبه کاروان ورسره په لاره ملتيا کوله، نه يې خپله له چا خبرې کولې او نه يې غوښتل، چې خلک دې ورسره خبره وکړي.
هر ځاى، هر کور او هرې درګاه ته بې له اجازې ننواته… د دنيا له پيله تراوسه پورې چا دا پوښتنه نه ده کړې، چې ته داسې ولې کوې؟؟

ولې دې، دومره ژر هغه هستۍ او سرونه له منځه وړې؟
ولې مو، نور په ارامه ژوند کولو او په کراره ساه اخيستو ته نه پرېږدې؟
ولې دومره ناځواني کوې؟؟
ولې تل نوي ځوانان، پېغلې او تنکي زلمکي راته د ګور مېلمانه کوې؟
ايا بل ځاى نشته؟ ايا همدا موږ دې ليدلي يو؟
ايا له پښتنو پرته دې له بل چا سره څه راشه-درشه نشته، که څنګه؟
ايا يوازې همدا پښتانه ستا دې د سرونو لوبې ته پيداشوي، که نه؛ نور څوک هم په دنيا کې شته او له هغوى سره هم داسې لوبې کوې.
بس دى… نور يې نه شو زغملاى… نور يې توان نه لرو… نور مو دا دروند پېټى له سره چېرته لرې يوسه… .
- ولې يې نه غواړې؟؟؟
- ځکه، چې نور موږ پوى شوي يو.
- پر څه پوى شوي ياست.
- ولې ته يې نه وينې؟ دا موږ څه کوو، زموږ په زړونو کې کومې هيلې او ارمانونه پراته دي؟ ړنده يې؟؟
- نه ړنده نه يم، خو همدا تاسې واست، چې زه مو خپل وطن ته رابللې يم، همدا تاسې واست، چې مينه مو راسره کوله، همداتاسې واست، چې د خپلو تنکيو زلمکيو ژوند مو راته بښلى دى.
- ښه دا خبره دې سمه ده، خو نور نه غواړو… له موږ لرې اوسه… موږ دې نوره نه غواړو… اوس درته اړتيا نه لرو… موږ اوس پوى شو، چې په تا کې مو خير نشته،بس دى کنه… نوره له دې وطنه، نوره له دې چمنه، نوره له دې ختنه، نوره له دې ګلشنه، چېرته لرې لاړه شه.
له دې وروسته موږ ژوند غواړو، داسې ژوند، چې په خپلو کې سره په مينه او الفت تېر کړو. داسې ژوند چې هم نورو ته د مينې او محبت کيسې وکړو او هم يې خپله واورو. داسې ژوند، چې نوره مو پکې ساه ډوبه ډوبه نه شي. داسې ژوند، چې نور راپورې د دنيا قامونه ونه خاندي. داسې ژوند… . له دې وروسته موږ داسې وطن نه غواړو او نه يې نور په دې حالت کې ليدلاى شو، نه غواړو، چې نور مو دا ګلشن او چمن په سرو وينو کې ولوبېږي او هم نه غواړو، چې نور مو د سر سيوري، پلرونه، ستر مشران، سپېڅلي رهبران، عالمان او ملايان، تنکي ځوانان او زلميان مو له کوره تر ګوره لاړ شي.
بس دى… له نور دې کارونو او خبرونو تنګ شوي يو، نور په دې وطن کې هېڅوک نه غواړي، چې هر سهار دې د ټي وي په لګولو او يا د راډيو د موج په تاوولو دې د درنو بمونو، وسله والو مخالفينو، دښمنانو او سربداليو خبرونه واورو.
بس دى… نور نه غواړو، چې په وطن کې د ولږې، تندې، غريبۍ، فقيرۍ او بې وزلۍ له امله خپل بچي خرڅ کړو…نه غواړو، چې وطن مو خرڅ کړو، نه غواړو، چې د مينې پرځاى کرکه او نفرت وويشو، نه غواړو، چې خپل ناموس، عزت او پت وپلورو او… .
بس دى… بس دى… بس بس… نور موږ دېته مجبوره نه يو، اى جګړې!!! همدا ته وې، چې په داسې غم دې واړولو.
welldone dear pa zera pure pa qalaam de barakat sha