بشرا ګوهر- د عوامي نشنل ګوند مرستیاله

تاند- د عوامي نشنل ګوند مرستیاله وايي، د پاکستان حکومت په افغانستان کې د سولې او ثبات له ټینګېدو سره د مرستې ژمنې کوي خو عملاً یې خپله هیڅ وعده عملي کړې نه ده.

بُشرا ګوهر پرون /یکشنبه/ د افغانستان په وړاندې د پاکستان پالیسي وغندله او د هغې د بدلېدو غوښتنه یې وکړه.

مېرمن ګوهر همداراز وویل، که اسلام اباد په افغانستان کې خپله منفي پالیسي بدله نه کړي، پاکستان به هم د تروریزم په اور کې وسوځي.

د عوامي نشنل ګوند مرستیالې ټینګار وکړ«که له پاکستان څخه د تروریستانو له لوري، چې ښه او بد نه لري، کار اخیستل کېږي، هغوی به د پاکستان پر ضد هم کار واخلي.»

پاکستاني چارواکي تل وايي چې د تروریستانو، په ځانګړي ډول د طالبانو ترمنځ ښه او بد شته؛ هغوی چې په پاکستان کې نه چنګېږي ښه دي او هغوی چې له پاکستاني پوځیانو سره جنګېږي بد دي او باید له منځه یووړل شي.

د عوامي نشنل ګوند مرستیالې اغلې ګوهر وویل«له هغو کسانو سره چې لاسونه یې د بېګناه انسانانو په وینو سره دي، باید قانوني چلند وشي.»

دې وویل چې د پاکستان خلک له ټولو تروریستي ډلو سره د یو شان او بې توپیره مبارزې غوښتونکي دي.

تر دې یوه ورځ وړاندې د پاکستان د ملي جرګې غړي او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په یوه خبري غونډه کې د افغانستان په وړاندې د پاکستان پالیسي وغندله او پاکستان ته یې د دې پالیسۍ د دوام په وړاندې خبرداری ورکړ.

ښاغلي اڅکزي وویل، که اسلام اباد د افغانستان په اړه خپلې دې ناروا او منفي پالیسۍ ته دوام ورکړي، پاکستان به له داسې کړکېچ سره مخامخ شي چې بیا به کنټرولېدای نه شي.

امریکايي او اروپايي چارواکو هم په ځلونو پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنې او د افغانستان پر ضد د تروریستي ډلو پر ملاتړ تورن کړی او ویلي یې دي چې د پاکستان دا پالیسي پخپله پاکستان ته هم خطرناکه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *