خبریال: میرویس جلالزی- د بشر ي حقونو د څار ډله (Human Rights Watch) پر افغان خبریالانو او په افغانستان کې د وینا پر خپلواکۍ روان بریدونه غندلي او له حکومت او د هغه له وسله والو مخالفانو یې غوښتي چې د وینا خپلواکي او د خبریالانو خونديتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

د بشري حقونو د څار ډله په یوه نوی راپور کې، چې د سې شنبې په ورځ یې خپور کړ، ویلي چې افغان دولت په ډیرو مواردو کې د حساسو مسایلو لکه اداري فساد او بشري حقونو د نازکو مسایلو په اړوندو موضوعګانو د خپراوي مخه نیسي او خبریالانو ته خنډونه جوړوي.

د دې ډلې په ۴۸ مخیز راپور کې راغلي چې د افغان خبریالانو پر وړاندي د حکومتي ځواکونو له لوري په ګواښونو کې زیاتوالی راغلی او که دا کار ادامه پیدا کړي له ۲۰۰۱ کال را په دې خوا به هغه پرمختګ ته زیان ورسیږي او حتی له جدي خطر سره به مخ شي چې د وینا د خپلواکۍ په برخه کې شوي.

د بشري حقونو د څار سازمان له ۳۰ افغان خبریالانو او د رسنیو له مدیرانو سره د ترسره شویو مرکو څخه هغه رپوټ جوړ کړی چې ورته يي د (رپوټ ورکونه بس کړئ که نه نو کورنۍ به مو ووژنو) عنوان ورکړی.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې ښځینه افغان خبریالانې بیا له زیاتو ستونزو سره مخامخ دي د بیلګې به توګه کلتوري او ټولنیز محدودیتونه د دوی د کارونو پر وړاندي لوی خنډ دی چې هغوی لري پرتو کلیو او بانډو ته د کار لپاره له ورتګ څخه را ګرځوي.

د دې ډلې د آسیا د څانګې مرستیال مشر فلیم کین ویلي چې له ۲۰۰۲ کال را په دې خوا وسله والو جنګ سالارانو په غټ شمیر کې خبریالان ګواښلي، وهلي ډبولي او وژلي دي پرته له دې چې دا جنګ سالاران له عدلي تعقیب څخه بیره ولري.

نوموړي له ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله څخه غوښتي چې د مطبوعاتو د خپلواکۍ پوره ملاتړ وکړي او د هغو قتلونو او جرمونو عاملین ونیسي او جزا ورکړي چې له خبریالانو سره تر سره شوي دي.

د افغان خبریالانو د ملاتړ ټولني وايي چې ۲۰۱۳ کال کې د تیرو کلونو په پرتله په غټ شمیر کې خبریالان وهل شوي، بندي کړای شوي او وژل شوي دي.

دا رپوټ پر داسي مهال خپور شوی چې تیره اونۍ د یوې اف ام راډیو خبریال وقار د ختیځ ننګرهار په یوه ولسوالۍ کې د ناپيژاندو کسانو له لوري ووژل شو.

په همدې حال کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته اوس د خبریالانو تر منځ د فردي امنیت د مسلې سربیره یوه بله د اندیښني وړ مسله هم رامنځ ته شوي او هغه د خبریالانو د دندو له لاسه تلل دي.

خبریالان وايي چې په روان کال کې د ناتو ترمشرۍ لاندې پوځونو له وتلو وروسته نړیوالې مرستې کمې شوي دي او دا کار به د دې لامل شي چې ګڼي رسنیزي ادارې خپلو خبریالانو ته د معاشونو او نورو امتیازاتو په برابرولو و نه توانیږي او دا به د دې لامل شي چې ډیر خبریالان اوزګار شي.

خو د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه خوشبین دی چې مالي مرستې به له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته هم دوام ومومي.

افغان حکومت په دې باور دی چې باید د مرستو د را خپلولو او لګولو په برخه کې به هغسي روڼوالی رامنځ ته کړي څرنګه چې یې مرسته کونکي ادارې غوښتونکي دي.

د خبریالانو د ملاتړ د ټولنو فعالین او آزاد خبریالان د یو شمیر خبری رسنیو د تمویل سرچیني ډیري پیچلي او د اندیښني وړ بولي.

افغان خبریال او د رسنیزو چارو فعال عبدالله زیارمل په دې اند دی چې زیات شمېر افغانی رسنیو لا له وړاندې جوړ جاړی کړی؛ زياتره يې د سیاسی ګوندونو له خوا تاسیس شوي یا په ځانګړو ډلو پورې تړاو لري، یا د ایران او پاکستان له خوا مرسته تر لاسه کوي.))  هغه ګوته څنډي چې د نړيوالو مرستندویانو له مرستو پرته به وضعه لا پسې ناوړه شي.

هغه وويل: ((که نړیواله ټولنه له هغوی سره مرسته ونه کړي، هغو ژورنالستانو چې تر يوې کچې يې تر اوسه خپل ناپلویتوب ساتلی، وبه نشي کړای د هغو رسنیو په وړاندې خپل دریځ وساتي چې د ګاونډیو هېوادونو یا د بېلا بېلو ډلو او ګوندونو په مرسته چلیږي)).

د بي پولو خبریالانو ټولني د شمیرو له مخې د ډاکټر نجیب الله د حکومت له پرزیدو را پدې خوا نږدې ۴۷ افغان خبریالان په دغه هیواد کې وژل شوي دي.

د خبریالانو دوژنې وروستۍ پیښه په ننګرهار کې رامنځ ته شوي چیرته چې د یوې سیمیزي راډیو خبریال وقار وسله والو کسانو وواژه.

تر دغې پیښې دمخه په کابل کې د ذبیر په نامه د میترا ټلویزیون فلم اخیستونکی د طالبانو په یوه برید کې ووژل شو.

له هغې دمخه په بلخ کې د خالد آغا یعقوبي په نامه یو خبریال د خپلي کورنۍ پر وړاندي وسله والو وواژه.

په دې سربیره یو شمیر خارجي خبریالان هم د افغانستان د لانجو قربانیان شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *