بصيرت ته لکه چې موږ په پښتو کې دقيق انډول نه لرو. بې دې هم داسې ډېرې کلمې، اصطلاحات او مفاهيم شته، چې پوهېږو پرې نه؛ خو داسې انګېرو چې ګنې پرې پوهېږو.
د سقراط دا خبره يواځې د فلسفې له تاريخ بهر هم مشهوره ده، چې ”زه پوهېږم، چې زه نه پوهېږم”. دا خبره سوفسطايانو ته اشاره وه، چې ځانونه ورته هوښياران او پر حقه ښکارېدل؛ خو وو نه. دا خبره له دې اشارې پرته په فلسفه کې نور ارزښت هم لاره، چې دومره مشهوره شوه.
د سقراط د خبرې موخه دا وه، چې انسان په يوه موضوع يا بېخي نه پوهېږي، يا کم پوهېږي يا ډېر پوهېږي؛ خو لږ انسانان په دې پوه وي، چې زه په دې موضوع ډېر برلاسى يم، پر دې کم، په دې اړه ډېر معلومات لرم، په دې اړه يې نه لرم او په دې اړه مې معلومات، فکر يا تجربه نيمګړې ده.
له کوم سړي سره چې دا کمال وي، هغه ته د بصيرت خاوند وايي.
د بصيرت د ترلاسي پر وړاندې ځينې خنډونه دي. لويه ستونزه پخپله په هغه سړي کې وي، چې بصيرت ترلاسه کوي او نه يې شي ترلاسه کولاى.
د معلوماتو د تار دوه سره وي، يو هغه چې معلومات ورکوي(ښوونه) او بل هغه چې معلومات اخلي(زدکړه). د دواړو سرونو ترمنځ پخپله معلومات د تار يا اړيکي دنده ترسره کوي.
موږ هڅه کوو، چې ټوله ملامتيا پر معلومات ورکوونکي واچوو، چې ولې يې معلومات ځاى نه نيسي يا ښوونه نه شي کولاى؛ خو د معلوماتو ترلاسوونکي ته مو پام نه وي، چې دى ولې معلومات نه شي اخيستاى.
يواځې ناپوهي نه وي، چې مخاطَب معلومات نه شي اخيستاى، بلکې زياتره وخت د مخاطب ذهن اخيستو ته چمتو نه وي.
موږ همېشه خپل ماشومان رټو، چې له ښوونځي نه راشي، په بيا بيا ويلو هم د ښوونځي ايستلې جامې ځاى ته نه رسوي؛ خو موږ ته پته نه وي، چې لا د هغه ذهن د دې خبرې زدکړې ته جوړ نه دى.
ذهن مو که زدکړې ته چمتو نه وي، ښه ښه کتابونه به راباندې کرښه رانه کاږي او د ښو ښو ليکوالو له خبرو به نه خوند واخلو نه پند. که ذهن مو جوړ وي، بيا له ډېر ناسم اثره هم سمې ماناوې اخلو او په ډېرو غلطو معلوماتو کې هم ښه معلومات موندلاى شو.
د ناروېژي ليکوال جوسټيين ګارډر په ناول (د سوفي نړۍ) کې لولو: ”موږ يو شى هله ښه زده کولاى شو، چې پخپله هم پکې برخه واخلو. کله ناکله په يوه مساله نه پوهېږو، خو يو وخت مو ناڅاپي پرې سر خلاص شي. همدې ته بصيرت وايي”.
د نوي زېږېدلي ماشوم ذهن د چامسکي په اند سپين کاغذ نه وي. يونګ خو د شکل غوندې د نيکونو ټولنيز لاشعور هم په وراثت کې ورپاتې بولي. که دا خبره ومنو؛ نو پوهه يواځې له بهره انساني ذهن ته نه راځي، بلکې انسان هم د وخت په تېرېدو د ځينو شيانو په اړه نسبي پوهه اخلي او چې کله نوې څه زده کوي، دا د ده په ذهن کې له شتې پوهې سره مخېږي؛ نو په دې ټکر کې سره دواړه خواوې يا تعامل کوي يا پکې يو له منځه ځي او داسې د يوې موضوع په اړه درېيمه/نوې پوهه رامنځته کېږي، چې په دې کې هم وخت په وخت بدلون راځي، چې همدې ته بصيرت وايي.
د ذهن د چمتو کولو لپاره هم يو څه بصيرت ته اړتيا ده. د يوه لوستونکي په توګه به راته معلومه وي، چې څنګه کتابونه مو خوښ دي او څنګه مو بد ايسي او ولې مو بد ايسي؟ خپل تمايلات او کرکې به پېژنو او د خپل بصيرت په مټ به دواړو ته يو معقول بريد ټاکو.
کوم اثر چې موږ مطالعه کوو، له هغه اثر او پنځګر سره يې پر خپل تړاو فکر وکړو. تر څو چې له دې اثر سره زموږ زموږ تړاو جوت شوى نه وي، زموږ ذهن يې لوست ته چمتو کېداى نه شي او ښايي پوه پرې نه شو او که پرې پوه شو، برداشت مو ترې سم نه وي.
کتاب چې لولو يا چې زدکړه کوو، پکار ده، چې د کتاب او ځان ترمنځ شته واټن معلوم کړو، چې زما او اثر ترمنځ څومره فاصله ده. که فاصله زياته وي، ښايي پر دې موضوع/اثر د پوهېدو لپارو تر دې مخکې يو بل اثر ته اړتيا وي يا لومړى د دې موضوع د بنسټونو لوست اړين وي.
مخاطِب يا ليکوال ته پکار دي، چې د مخاطَب يا لوستوال د ذهن د چمتو کولو لپاره د هغه پر تمايلاتو، د پوهې پر کچ، افکارو او نور اړخونو ځان پوه کړي، چې خپله خبره مخامخ سړي ته سمه ورسوي.
د يوه هندي شاعر خورشيد اقبال شعر دى:
بصیرتوں کے دریچے کھلے ہوئے ہوں اگر
بصارتوں کے پرے بھی دیکھائی دیتا ہے
ژباړه: د بصيرت دريڅه چې پرانيستې وي، له سترګو پټه نړۍ هم ښکاري.