ابوبکر بغدادي

تاند- د داعش یا د شام و عراق د اسلامي دولت مشر ابوبکر بغدادي، چې ګومان کېده وژل شوی دی، په یوه ویډیو کې راڅرګند شو.

په دې ویدیو کې، چې ویل کېږي د بغدادي ده، نوموړی د سوریې په باغوز ښار کې د «اسلامي دولت» ماته مني خو وايي چې د دې ماتو بدل به واخلي.

باغوز په سوریه کې د داعش وروستنۍ اډه وه.

د بغدادي پخوانی عکس

څرګنده نه ده چې بغدادي دا ویدیو کله او چیري ثبت کړې ده خو دې ته په پام چې د باغوز او د سریلانکا د تروریستي حملو یادونه یې کړې، داسې ښکاري چې د ده خبرې تازه دي.

بغدادي وروستی ځل په ۲۰۱۴ م کال د عراق په موصل ښار کې عامو خلکو لیدلی و. له هغه وروسته څو ځلې د نوموړي د ټپي کېدو او وژل کېدو خبرونه خپاره شول.

د بغدادي، چې اصلاً د عراق دی او اصلي نوم یې عواد ابراهیم البدري دی، ږیره تر پخوا اوږده شوې ښکاري او تر پخوا ورو ږغېږي.

بغدادي په خپلو خبرو کې وايي چې د لوېدیځ پر ضد د داعش حملې د یوې اوږدې جګړې برخه دي او دوی به د خپلو وژل شویو کسانو غچ اخلي.

بغدادي د تېر کال په اګست کې یو صوتي پیغام خپور کړ. خو په هغه کې یې د موصل د ماتې یادونه نه وه کړې چې ۸ میاشتې پخوا یې کړې وه.

خو د دې تازه ویدیو په ۱۸ دقیقو کې د ټولو ماتو یادونه کوي او په عین حال کې وايي چې نورې جګړې په مخکې دي.

بغدادي داسې پلتۍ (پرلتۍ) وهلي؛ ته به وایې چې هیڅ نه دي شوي حال دا چې په زرګونو داعشیان وژل شوي دي.

د ده ویدیو د داعش د خبري اژانس اعماق په ویبپاڼه کې خپره شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *