تاند: په بغلان ولایت کې د هوايي عملیاتو او په میدان وردک کې د شپې د عملیاتو په نتیجه کې لږترلږه ۱۱ تنه وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې په بغلان کې د یوه کور اووه غړي وژل شوي دي.

د بغلان د والي مطبوعاتي دفتر پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، برید بیګا شپه د شهاب الدین ډنډ په کتب خېلو سیمه کې د طالبانو د ځپلو لپاره شوی دی.

د بغلان د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې، چې تاند ته یې هم استولې ده، لیکلي چې په برید کې د مخالفانو وسله والو ترڅنګ د اسماعیل په نوم د یوه کس کور هم ویجاړ شوی او اووه غړي یې وژل شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، د برید په قربانیانو کې یوه ښځه له خپلو بچیانو سره وژل شوې او د کورنۍ نارینه ټپي دی.

ولایتي ادارې ویلي، ځايي ادارو ته امر شوی دی چې د پېښې په تړاو بشپړې پلټنې وکړي او عاملان یې په سزا ورسوي.

له بلې خوا ځايي خلکو په پلخمري کې له سهار راهیسې د کابل- شمال لویه لار تړلې او یوې کورنۍ د اووه واړه غړیو جنازې یې په سړک ایښې دي.

د بغلان د لارې د بندېدو له کبله د افغانستان د شمال د ۹ ولایتونو سره د پلازمېنې کابل ارتباط پرې کېږي.

په میدان وړردک کې ۴ تنه طبي کارکوونکي وژل شوي

د میدان وردک والي مظفرالدین یمین وايي چې د دې ولایت دړ دایمیرداد ولسوالي د تنګي سیدان پر کلنیک د تېرې شپې په عملیاتو کې ۴ طبي کارکوونکي وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.

ده د ټپیانو د کره شمېر په اړه بې خبري څرګنده کړه.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې په وژل شویو کې یو ډاکتر، د لابراتوار مسؤول، یو مستخدم او بل ناروغ دی.

خو دفاع وزارت بیا ویلي نه یوازې د بغلان بلکې تر دې وړاندې د میدان وردګ ولایت په هوایي برید کې ملکي تلفات څېړي او عاملانو ته به یې سزا ورکړي.

دفاع وزارت یوه اعلامیه کې تاند ته ویلي چې د ملکي تلفاتو عاملان طالبان دي ځکه چې هغوی د علمو خلکو له کورونو استفاده کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *