تاند، چهارشنبه، د اسد ۱۶مه: د شمال امنیتي چارواکي وايي، نن سهار پنځه نیمې بجې افغان ځواکونو په بغلان کې یو هاموې موټر بم هدف ته له رسېدو مخکې الوځولی دی.

د شاهین ۲۰۹ قول اردو مطبوعاتي دفتر تاند ته یوه را استولې خبرپاڼه کې ویلي، په هاموې موټر کې راغلي دوه ځانمرګي هم وژل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، نن سهار پنځه نیمې بجې د بغلان کیله ګي کې د ملي اردو د شاهین قول اردو د دویمې لوا د لومړي کنډک پر پوځي اډه د برید لپاره له چاودېدونکو توکو ډک هاموې موټر راروان و چې د سرتېرو لخوا پېژندل شوی او ډزې پرې شوې دي.

خبرپاڼه وايي، هاموې موټر هدف ته له رسېدو وړاندې چاودلی دی، دوه ځانمرګي په کې وژل شوي او بل ټپي ځانمرګی د تېښتې پر مهال د سرتېرو لخوا نیول شوی دی.

د شاهین قور اردو خبرپاڼه په دې پېښه کې د یو افغان سرتېري د ټپي کېدو خبر هم تایید کړی دی.

په دې وروستیو کې د طالبانو لخوا د هاموې موټرو نه په استفاده موټر بم بریدونه زیات شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *