تاند، پنجشنبه، د سنبلې ۱۴مه: دفاع وزارت وايي، په بغلان کې يې د دغه ولایت لپاره د طالبانو د والي ملا عبیدالله په شمول ۴۵ طالب وسله وال وژلي دي.

دفاع وزارت نن پنجشنبه تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو دا ډله یې په یو هوايي برید کې وژلې ده.

پنځه ورځې وشوې چې د بغلان پر پلخمري ښار د طالبانو بریدونه روان دي.

پلخمري ښار، د کابل او د شمال د ۹ ولایتونو په لاره کې پروت ښار دی، خو اوس دغه لاره د جګړې له کبله له دواړو لوریو تړلې ده.

دا مهال زرګونه مساپر د کابل – شمال پر لویه لار له دواړو لوریو بند پاتې او له سختو ستونزو سره مخ دي.

د کورنیو چارو وزارت ځانګړي ځواک له پرون راهیسې پلخمري کې د طالبانو د ځپلو پراخ عملیات پیل کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *