د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار ته نږدې په کرکر سیمه کې لا هم د وسلوالو طالبانو او افغان ملي امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

ښاغلي رحیمي نن یو خبري کنفرانس ته وویل وسلوالو طالبانو غوښتل دغه ښار سقوط کړي خو په وینا یې چې د امنیتي ځواکونو له خوا دوی سخت وځپل شول او درنه مرګ ژوبله یې ور واړوله: ((د پلخمري ښار په جګړه کې تر اوسه ۵۱ وسلوال طالبان وژل شوي ۳۱ ټپیان او ۱۱ یې له امنیتي ځواکونو سره اسیران دي.))

نوموړی زیاتوي، په دغه جګړه کې همدارنګه تر اوسه ۶ امنیتي سرتیري وژل شوي او ۱۱ تنه ټپیان دي.

رحیمي وایي طالبانو د تیر په څیر هڅه کوله چې ملکي وګړي د سپر په توګه استعمال کړي چې له امله یې ۷ ملکي وګړي هم وژل شوي.

هغه په خپلو خبرو کې یو ځل بیا یاده کړه چې وسلوال طالبان دې دا خوب ګور ته یوسي چې دوی به کوم ولایت ته سقوط ورکړي.

وسلوالو طالبانو د کورنیو چارو وزارت د وروستیو څرګندونو په اړه څه نه دې ویلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *