راپور: عبدالرشید سعادت
نن د پنجشنبې ورځ (د لیندۍ ۷مه) د بغلان پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانګې د محصلانو له لوري د خیال څپې په نوم پرتمینه مشاعره جوړه شوه.
یاده مشاعره چې په هرو پینځلوس ورځو کې په ځانګړي نوم د پښتو څانګې له خوا د محصلانو په نوښت ترسره کېږي، دا ځل هم په کې ګڼو محصلانو، استادانو، د ادب مینه والو او فرهنګیانو ګډون کړی و.
مشاعره سهار لس نیمې بجې د حکیم سنايي پوهنتون په تالار کې د قاري سمیع الله حقاني په تلاوت او ملي سرود پیل شوه.
عبدالرشید سعادت د تېرې مشاعرې راپور ولوست او بیا د پښتو څانګې په استازولۍ استاد ګل رحمن رحماني پرانېستونکې وینا وکړه چې تر ډېره یې په شاعرۍ او ادب کې د تخیل د ارزښت په اړه وه.
ښاغلي رحماني وویل چې خیال او تخیل د ادب په ځانګړي ډول د شعر د ملا تېر جوړوي او که چېرته له شعر نه د تخیل ځواک او هنر وباسو، نو بیا وچ اسکلېټ دی چې د انسان روان او روح ته تسکین او ارام نه شي ورکولی. هغه زیاته کړه: شاعر د شاعرۍ پر مهال د احساس، تفکر او عاطفې له درې ګوني مثلث سره مخ دی چې دا ټول باید د تخیل په زرین مزي وتړل شي او یو هنري توازن ولري، خو که چېرته شاعر دا توازن ونه ساتي او دا څلور عناصر له خپلې ونډې او مسوولیت تېری وکړي، نو هنري او تلپاتې شعر ته زیان رسوي.
نوموړي له زده کړیالانو او شاعرانو وغوښتل چې هېڅکله دې له طبیعت او ژوند سره تړاو نه هېروي، له ژوند سره دې مینه وکړي او د اوچت تخیل په مرسته دې د ژوند له سمندره هغه ګران بیه مرغلرې را وباسي چې لا هم زموږ د ژوند په تاج کې نشته.
له دې وروسته د نعمت الله پژواک په غزلونو مشاعره پیل شوه چې په راغلو مېلمنو کې ولي الله غرور، ذبیح الله ایمان، اجمل حبیبزي، دوست محمد شینواري او فضل امین امیني خپل شعرونه وړاندې کړل. په مشاعره کې د تېر په څېر ګڼو نجونو هم خپل شعرونه واورول او د ترنم په برخه کې د مطیع الله عزیزي، محمد زمن لېوال، جاوېد احمدزي، فلانوله زده کوونکوضل احمد پتمن او عبدالوهاب مومند زمزمې په چکچو بدرګه شوې.
استاد پوهنیار فدا محمد فدايي، استاد پوهنیار رحیم الله ګهیځ او استاد پوهنیار ګل رحمن رحماني هم په خپل نوبت شعرونه وړاندې کړل. په ټوله کې د مشاعرې د شعرونو محتوا عشق، روان ژوند، هېواد، ټولنیزو ناخوالو او له ژونده شکایت څخه جوړه وه، خو د سیاست د دروازې زنځیرونه یې هم ټکول.
د بغلان پوهنتون استاد پوهنمل عبدالجلیل هاشمي د مشاعرې اروزنې ته را وبلل شو او په خپلو خبرو کې یې وویل چې مشاعره ښه وه، خو هره مشاعره یو مناسبت لري چې دا ځل یې د هنر او ځواک ټکی تخیل و چې شاعرانو ورته ډېره پاملرنه نه وه کړې. نوموړي وویل چې په انتخابي شعرونو کې باید پښتو لرغونې او کلاسیکې شاعرۍ ته هم پاملرنه وشي او که څوک د بل چا شعر انتخابوي، نو رحمان بابا، خوشحال بابا او ولسي ادب دې هم نه هېروي. لیکوال او د بغلان عالي دارالمعلمین استاد ښوونیار جان محمد احمدي هم په خپله ارزوونکي وینا کې د شعر او ادب پر ټولنیز او دیني ارزښت اوږده وینا وکړه.
نوموړي د مشاعرې د اروزنې په برخه کې مشاعره وستایله چې د نارینه او شځینه شاعرانو توازن ته په کې پام شوی و، خو سپارښتنه یې وکړه چې دا ډول مشاعرې دې لا پیاوړې شي او شاعران دې له دې طلايي فرصت څخه د سالمې استفادې تر څنګ خپل خلک، ټولنه او اسلامي فرهنګ نه هېروي چې دا د ټولو دیني او ادبي مسؤلیت دی.
نوموړي نیوکه وکړه چې ځینې شاعران د یوه پر ځای دوه او درې شعرونه وايي چې له امله یې نورو شاعرانو ته وخت نه رسېږي او د دا ډول ادبي ناستو په پای کې د خپګان او شکایت سبب ګرځي. د یادونې وړ ده چې د دې مشاعرې د ویندویۍ چارې د پښتو څانګې د درېیم ټولګي تکړه او فعالو زده کړیالانو بسنورې علي خېل اوعبدالبصیر احمدزي مخته وړلې.