Afghan security forces arrive during a fight against Taliban fighters in Kunduz province north of Kabul, Afghanistan, Saturday, Aug. 31, 2019. The Taliban have launched a new large-scale attack on one of Afghanistan's main cities, Kunduz, and taken hospital patients as hostages, the government said Saturday, even as the insurgent group continued negotiations with the United States on ending America's longest war. (AP Photo/Bashir Khan Safi)

تاند، پنجشنبه، د میزان ۲۵مه: دفاع وزارت په بغلان کې د طالبانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړل.

د دفاع وزارت لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي چې دا عملیات له تېرې شپې راهیسې د ډنډ شهاب الدین، ډنډ غوري او کیلګه له استقاماتونو څخه پیل شوي او دغه ولایت کې د وروستي طالب تر ځپلو به دوام ورکړي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان تاند ته وايي، چې دا عملیات یې د بدخشان، تخار او کندوز وروسته اوس په بغلان کې پیل شوي دي: (( موږ په دغو ولایتونو کې ګڼې سیمې له طالبانو پاکې کړې، همدا راز مو د دوی ډېر مهم کسان هم ووژل.))

بغلان د شمال خواته ناامنه ولایت دی چې ګڼو ولسوالیو کې یې طالبان حضور او فعالیت لري.

د دې ولایت ډنډ غوري د طالبانو اصلي مرکز بلل کېږي چې کله ناکله د وارداتي بریښنا پایې هم پکې په بمونو الوځوي او د کابل او نورو ولایتونو برېښنا پرېکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *