تاند، سه شنبه، د عقرب ۲۱مه: د بغلان چارواکي وايي، د دې ولایت په برفي کوتل کې د یو فلاینکوچ د چپه کېه پېېښه کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۵ نور ژوبل دي.
د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت تاند ته پېښه تاید کړه او زیاته یې کړه دا فلاینکوچ په خوست ولسوالۍ کې نن ماسپښین د برفي کوتل سیمه کې اوښتی دی.
د ښاغلي بشارت په خبره په وژل شویو کې ۴ ماشومان او ۵ ښځې شاملې دي خو د پېښې ټپیان پر وخت روغتون ته رسول شوي دي.
څو ورځې وړاندې په بدخشان کې هم یو ۳۰۳ موټر د چپه کېدو پېښه کې لږ تر لږه ۷ مسافر وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل شوي وو.