تاند، سه شنبه، د میزان ۲۳مه: په بغلان ولایت کې د ۱۵ زره افغانیو پر د دوه کورنیو نښته کې د یوې ښځې په ګډون ۳ کسان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
چارواکي وايي، پېښه د مرکزي بغلان ولسوالۍ په خلازايي کلي کې د دوه ګاونډیانو تر منځ د جنجال له امله شوې ده، چې په تړاو یې درې کسان نیول شوي دي.
د مرکزي بغلان ولسوال خان زاده مظلومیار پېښه تایید کړه او وايي، د دواړو کورنیو تر منځ د ۱۵ زره افغانیو پور پر سر نښته کې اخ و ډب رامنځته شوی چې په ترڅ کې دواړو لوریو ته وسله هم په لاس ورغلې او د یوې ښځې په شمول ۳ کسان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په کاپيسا کې هم د چارمغزو په فصل د دوه کورنیو تر منځ نښته کې مرګ ژوبله رامنځته شوې وه.