تاند، سه شنبه، د اسد ۸مه: دفاع وزارت وايي، بغلان کې یې د یو لړ ځمکنیو او هوايي عملیاتو پر مهال د طالبانو د استخباراتي او سرې قطعې د مسوولانو په شمول ۵۶ وسله وال وژلي دي.

دفاع وزارت په دې تړاو تاند ته استولې خبرپاڼه کې وایي، برید بیګا شپه د پلخمري اړوند تپه قرغان کې شوی چې په ترڅ کې یې بغلان لپاره د طالبانو استخباراتي مسوول قاري عبدالرحیم، د سرې قطعې ځايي قومندان او د بغلان د استخباراتي مسوول مرستیال مولوي مبارز هم په کې وژل شوی دی.

دفاع وزارت په برید کې د ۳۳ طالبانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دی.

بلخوا نن سه شنبه د بغلان والي احمد فرید بسیم رسنیز کنفرانس ته وینا کې وویل، طالبانو بیګا شپه ډنډ غوري کې پر امنیتي پوسو بریدونه کړي وو چې په ځواب کې یې افغان ځواکونو هوايي بریدونه وکړل او په ترڅ کې یې ۵۰ طالبان وژل شوي خو د ۲۰ یا ۳۰ شاوخوا کې نور یې ټپيان دي.

بغلان په دې وروستیو کې نارامه ولایتونو څخه ګڼل کېږي چې پرون یې د وضعیت د ارزونې لپاره د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب هم ورغلی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *