تاند، سه شنبه، د دلوې ۸مه: د بغلان چارواکي وايي، د پلخمري یو اوسېدونکي تېره شپه دوه بجې د خپلې خسرګنۍ د کور ۳ غړي وژلي دي دي.
د بغلان د والي مرستیال عبدالقدیم نیازي په دې اړه تاند ته وویل، پېښه د ښار څلورمې ناحیې معدن دیوال سیمه کې شوې او یو کس د خپلې خسرګنۍ کور کې دوه نارینه او یوه ښځه د چاکو په ګوزارونو وژلې ده.
نوموړی وايي، پېښه کې د دغې کورنۍ دوه ماشومانې او یو هلک ژوبل شوی هم دی: (( دغه کس د کورني جنجال له کبله خپل خسر، خواښې او اوښی وژلي او د شپې تښتېدلی دی.))
خو بلخوا د بغلان امنیه قومنداني وايي، دغه قاتل د پولیسو له پلټنو وروسته اوس نیول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له شمالي ولایتونو څخه د دا ډول پيښو راپورونه زیات شوي دي.