ډاکتر رحیم هلال –
بقراط (Hippocrates) چې د طب د علم پلار باله شې لومړنی طبیب و چې له خرافاتو څخه يې د طب د را ایستلو هڅه شروع کړه؛ هغه وخت يې د يونان په خلکو کې دا نظر چې ګويا ناروغۍ د دوی د خدایانو له لوري د قهر او غضب په مانا ده رد کړ؛ ويې ښوده چې ناروغۍ ستاسو د خدایانو قهر نه بلکه د يوه عامل په واسطه منځ ته راځې .
ده همدارنګه خلکو ته نظر وړاندي کړ چې که د ناروغۍ د علت او لامل په پيژندلو کې هڅه وشې نو شونې ده چې په خپل وخت يې درملنه وشې
بقراط به ويل د يوې ناروغۍ نښو نښانو او شدت ته په کتو سره يو طبیب کوای شې چې د هغې ناروغۍ د راتلونکي او اوس په اړه د درملنې او تشخیص لپاره پريکړه او نظر وړاندي کړي د دې نظر د خورولو لپاره يې هغه وخت د طب د علم د لا پراختیا لپاره يوه طبي مدرسه هم جوړه کړې وه .
دی د یونان په توس نومي ځای کې نړۍ ته راغلی وو او د هغه وخت د یوه مشهور طبیب زوی وو
بقراط په خپل وخت کې د هغه وخت د ځینو طبیبانو بیلا بیل نظرونه رد کړې وو خو د يوه بل طبیب دا نظریه چې ګواکي د يوې ناروغۍ لپاره ځانګړې درمل د بلې ناروغۍ د درملنې لپاره کېدای شې موثره ونه اوسېږي قبوله کړې وه ، ده باور لاره چې هغه څه چې د يوه کس لپاره غذا وي امکان لري د بل لپاره زهر و اوسې
بقراط به همیشه نور طبیبان تشویقول څو له ساده درملنې لکه سالم غذايې رژیم، زیات استراحت او د اوسېدو لپاره وړ چاپيريال څخه د کار اخستو لپاره په ټولنه کې نظر خور کړي
دی په دې نظر هم وو؛ کله چې يو طبیب د يوې ناروغۍ په درملنه کې پاتې راشې معمولا طعبیت يې هم په رغونه رول نه شې لوبولی، او د هغو ناروغيو په درملنه کې کې چې وخیم او نازک سیر لري ساده درملنه او طبعیت هيڅوخت موثر نه شې واقع کېدای
ده نظر لاره چې بحراني ناروغۍ عاجلي او موثري درملنې ته اړتیا لري
د بقراط دې توصي چې باید له ناروغ سره د ډاکټر له لوري غوره سلوک وشې لا هم خپل موثریت ساتلی هغه ناروغان چې له زیات ذهني کشمکش یا ذهني کړاوونو سره مخ وي د طبیب له لوري که له ښه برخورد او غوره سلوک سره مخ شې په درملنه کې يې د پام وړ پرمختګ راتلای شي
تل به يې ویل چې طبیب باید د خپل ناروغ خدمتګار وي
بقراط په خپل وخت کې د طب د زده کونکو لپاره يوه سوګندنامه چې تر دامهاله په طب پوهنځيو کې د ناروغ سره د ښه سلوک او ژمنتیا یادونه کېږي تیاره کړه چې په يوه برخه کې يې راغلي دې؛ د زړه له اخلاصه لوړه کوم چې خپل عمر به د بشر د خدمت لپاره وقف کوم او د ناروغانو درملنه د لوستې طب په واسطه زما لومړنۍ وجدانې دنده ده
سره له دې چې د طب په برخه کې د بقراط د زیاتو هنرونو او نظریاتو یادونه کېږي خو د ده شخصي ژوند په اړه ډېر معلومات شتون نلري
تاریخ لیکونکې لیکې چې دی مصر ته تللی او هلته يې د طب د علم زده کړه سرته رسولې بیا ورسته د اتم ښار په ګډون زیاتو ښارونو ته تللی چې په ځایونو کې يې د طب علم کړی او په ځينو کې يې د طبیب په حیث دنده سرته رسولې ده \
تر دا مهاله يې تاریخ لیکونکې له پنځوس زیاتو کتابونو څخه یادونه کوي ؛ د ده لیکنو، کتابونو او طبي هنرونو ته په کتو سره دا مهال د طب د علم د پلار په نامه بلل کېږي
دا هم طب پوهنځیو د فارغینو او ډاکټرانو لپاره د بقراط سوګند نامه يا لوړه چې تر دامهاله ترې د طباب په ډګر کې هر کال له طب پوهنځيو څخه فارغ شوې ډاکټران ترې يادونه کوي
سوګندنامه :
– زه سوګند یادوم چي د لاندي ژمنې په تر سره کولو کي به خپل ټول وس او هر اړخیز قضاوت کاروم.
– زه به د خپلو هم مسلکانو پوهنیزو لاسته راوړنو ته درناوی لرم او خپله پوه به د دغه مسلک له یونپلو سره شریکوم.
– د ناروغ د ګټې او روغتیا لپاره به ټول اړین ګامونه اخلم. د بېځایه درمنلي او درملیز نهیلیزم مخنیوی به کوم.
– زه به دا یاد ساتم چي طب او همدارنګه ساینس ځیرکۍ ته اړتیا لري؛ خواخوږي، زړه سوی او خبري اتري باید د جراح د تېغ څوکه پڅه او یا د فارمسيسټ درمل بې اغېزې نه کړي.
– زه به د دې په ویلو و نه شرمېږم چي «زه نه پوهېږم»، د اړتیا پر مهال به د ناروغ د ژوند په ژغورلو کي هیڅکله د ملګرو/ هم مسلکانو له مرستي مخ و نه ګرځوم.
– زه به تل د خپلو ناروغانو محرمیت ته درناوی لرم؛ د دوی هغه ستونزې چي زما اړوندې نه وي، اګر که درسته نړۍ ورباندي خبره وي. په ځانګړې توګه د مرګ او ژوند په مسایلو کي تر وسه وسه پام کوم. که یې ما ته را کړل تر څو ژوند ورباندي وژغورم؛ ور څخه مننه! مګر دا به هم زما په وس پوره وي چي ژوند یې واخلم؛ خو دا ستر مسوولیت باید په تواضح او تدبیر سره تر سره شي. په دې سربېره زه به له خدای ج سره چل نه کوم.
– زه به دا په یاد ساتم چي زه د تبي کوم چارټ یا هم د سرطان وده نه درملم، بلکي یو انسان زما ناروغ دی او د هغه ناروغي کېدای شي د هغه کورنۍ او وټییز ځواک ځپي. که چېري زه په سم ډول د ناروغ درملنه کوم؛ زه به له ورته ستونزو سره مخ کېږم.
– د وړې درملني په مټه به د ناروغیو درملنه کوم.
– خپلو همخېلو ته د ټینګي ژمنتیا په پار؛ زه به دا یاد ساتم چي زه هم د ټولني غړی یم.
– که زه خپل سوګند مات نه کړم؛ شونې ده چي له خپله ژوند او مسلکه خوند واخلم. که چېري څوک د درملیزو موخو په پار زما د مسلک اړوندې مرستې ته اړ وي؛ زه به خپله مرسته و نه سپوم.
یادونه : د بقراط سوګندنامه د تاند ویبپاڼي د یوه لیکوال له لیکنې څخه را اخستل شوې ده