تاند- د بلجیم حکومت وايي، په لنډ وخت کې به ۵۳۰ افغان پناه غوښتونکي، چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي، له خپلې خاورې وباسي.
دا هیواد غواړي چې افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د استولو شمېر دوه برابره کړي.
د بلجیم د مهاجرت د چارو وزیر تیوفرانکن وویل، په ۲۰۱۶ م کال څه باندې ۲۷۰۰ افغانانو په بلجیم کې د پناه غوښتنلیکونه سپارلي وو چې د اکثرو غوښتنلیکونه رد شول.
دې هیواد اکثره رد شوي افغانان نیولي او اوس د بلجیم په توقیف ځایونو کې اوسي.
۵۳۰ تنه، چې ټاکل شوې ده ژر افغان ته ولېږل شي، د بلجیم په بند کې شپې ورځې تېروي.
فرانکن وویل، تېر کال تر ۵۰۰ زیات افغان پناه غوښتونکي یا په خپله خوښه او یا جبراً له بلجیمه واستول شول.
سږ کال جرمني هم په لسګونو افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته لېږلي دي.
تراوسه جرمني په درو الوتکو کې افغان پناه غوښتونکي کابل ته لېږلي او ویلي یې دي چې دې لړۍ ته دوام ورکوي.
جرمني غواړي چې شاوخوا ۱۲ زره افغانان بېرته افغانستان ته واستوي.