تاند- د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت نن /پنجشنبه/ اعلان وکړ چې پرېکړه یې کړې چې په کابل کې خپل سفارت او د کاناډا په تورنټو کې خپله کونسلګري بنده کړي.
د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت په وینا له دې وروسته به د افغانستان اړوندې چارې د پاکستان په اسلام اباد کې د بلجیم د سفارت له لارې پر مخ وړل کېږي.
دیارلس کاله پخوا، د حامد کرزي د حکومت تر جوړېدو مخکې، تقریباً اکثرو هیوادونو د افغانستان چارې د پاکستان داسلام اباد د سفارتونو له لارې پر مخ وړې.
د کاناډا له تورنتو څخه به د کونسلګرۍ مامورین د مونتریال ایالت کونسلګرۍ ته ولېږدول شي.
په بروکسل کې د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې په کابل کې د خپل سفارت د بندېدا علت له افغانستانه د نړیوالو پوځیانو وتل وباله.
په پام کې چې په څه باندې یوه میاشت کې درست نړیوال جنګي ځواکونه له افغانستانه ووځي.
ټاکل شوې ده چې په کابل کې د بلجیم سفارت د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ تر پایه بشپړ بند شي خو په تورنتو کې به د یلجیم کونسلګري د دسمبر تر پای ته رسېدا مخکې بنده شي.