تاند: د هیواد په شمال کې امنیتي چارواکي وایي، د بلخ ولایت په ۴ ولسوالیو کې یې له یوې اوونۍـ راهیسې په هوایي او ځمکنیو ګوزارونو کې د ۲۲ قومندانانو په شمول ۷۸ طالبان وژلي دي.

د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند حنیف رضایي نن دوشنبه وویل، طالب وسله والو ته دا تلفات په چهاربولک، چمتال، بلخ او دولت اباد ولسوالیو کې اوښتي دي او د طالبانو ګڼ مرکزونه هم په کې له منځه وړل شوي دي.

ښاغلی رضایي وایي، په دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو د طالبانو لخوا ښځ شوي ۲۰ ماینونه هم کشف او خنثی کړي دي.

نوموړی زیاتوي په دې عملیاتو کې ۷ افغان سرتیري ټپیان دي خو ملکیانو ته هیڅ تلفات نه دي اوښتي.

نوموړی دغه راز په چمتال، بلخ، چهاربولک او دولت اباد کې د نظامي او چاڼیزو عملیاتو د دوام خبر ورکوي، خو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *