تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره سم د غازي امان الله خان او ملکه ثریا د کالیو په سټایل کې واده وکړ.

دا دواړه مئینان چې د غازي امان الله او ملکې ثریا په کالیو کې کټ مټ د هغوی په شان ښکارېدل، د واده مراسمو یې د زرګونه خلکو پام ور واړاوه او وستایل شول.

 محبوبه محمدي چې د بلخ یوه خبریاله ده، وايي، له خپل مېړه سره یې مشوره کړې وه چې د خپلواکۍ په سلمه کلیزه به واده کوي او دا نېټه به د تل لپاره ځان سره د یادګار په توګه ثبتوي.

افغانستان ۱۰۰ کاله وړاندې له انګریزي ښکیلاک څخه د غازي امان الله خان په مشرۍ ازادي واخیسته او د پرمختګ ګړندی سفر یې پيل کړ چې د پردیو د دسیسو له کبله یې تیندک وخوړ او افغانستان له خورا بدبختیو راتېر شو.

One thought on “بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ”
  1. They deserve big credit and I liked them and their decision, I congratulate and wish them happy and prosperous married life.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *