د زمري ۲۸ مه د خپلواکۍ د بیرته اخستلو ورځ د باختر ادبي بهیر او لټون مجلي ادارې لخوا د مزارشریف ښار کې ولمانځل شوه.

غونډه د قاري عبدالرحمن دلاورد څو مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل شوه، له هغه وروسته د هېواد ملي سرود وغږول شو
بیا د باختر ادبي بهیر او لټون مجلي ادارې په استازيتوب خيبر اميري را وبلل شو او د شاه امان الله خان د فکر، لاسته راوړنو، کړنو او مبارزو په اړه وغږېده.

هغه وويل : د نن څخه ۹۷ کاله مخکې افغان ميړني ملت او د افغانستان د خپلواکۍ نامتو غازي امان الله خان په دې وتوانېده  چې د ۲۰ مې پيړۍ تر ټولو ستر ښکېلاک ګر انګریز ته نه هیرېدونکې ماته ورکړه او د اسیا په لویه وچه بیا په ټوله نړۍ کې د وطنپالنې روحیه ژوندۍ کړه، دغه تور مخې بریتانیا دوه وارې او پخواني شوروي هم يو ځل زموږ په ګران افغانستان تاړاک را وړ، چې د ملتپاله افغانانو د تودې مبارزې سره مخ او تاريخي ماته وخوړه او په ټيټو سترګو زموږ له ګران هېواده وشړل شول.

د افغان ملت د سترو سرښندنو او بې درېغه قربانیو په پایله کې ايله وتوانېد، چې ګران افغانستان په کال ۱۲۹۸ لمریز د زمري ۲۸ مه چې د ۱۹۱۹ زیږدیز د اګست له ۱۹مې سره سرخوري په میړانه خپلواکې واخسته.

د شمال د خلکو د یوالي شورا مشر هاشم خان احمدزي هم د خپلوکۍ د لاسته راوړلو او په هېواد کې د شته ناورین او نفاق په اړه خبرې او روښنايي واچوله زیاته يې کړه، زموږ خپلواکي به دا وي چې د هېواد د ولسونو اتحاد یوالی او ورور ولي قایمه کړو.

بیا حاجي ګلاب خان ساپی استیج ته راغی د غازي امان الله خان او د لوي امپراطورۍ احمدشاه ابدالي په سلطنت وغږېده.

نو موږ ښه وګڼله چې د هېواد د خپلواکۍ اتل د علي حضرت شاه غازي مان الله خان د دغې تاريخي ورځې یاده او لمانځه وکړو.
تېره ورځ هم د نورو ولایتونو په څېر په بلخ کې هم د غه ستره ورځ په خورا ملي احساس د ښار په واټونواو سړکونو کې ولمانځل شوه، چې وروسته د ګلونو ګيدۍ د شاه امان الله خان په څلي د بلخي ځوانانو لخوا کېښودل شوې.

د غونډې دویمه برخه ازادې مشاعري ته ځانګړې شوې وه، چې ځوانانو ملي احساسات د شعر په ژبه بیان کړه.

د ازادي مشاعري وروسته د غونډې ګډونوال د ښار واټونه ته ووتل او په ملي اتڼ يې د خپلواکۍ شعارونه ورکول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *