دبلخ ادبي خوځښت څانګې میرمن ادبي کلتوري بهیر له یوې میاشتې رخصتۍ وروسته، خپله لومړنۍ اونیزه غونډه د۱۳۹۲ کال دزمري دمیاشتې په ۲۴ نیټه دخوشحال خان بابا په کتابتون کې ترسره کړه .
غونډه دساینا ساپۍ لخوا دقرانکریم دڅو مبارکو ایتونو په لوستلو سره پیل شوه .دغونډې دویاندویي چارې دلیلا ساپۍ لخوا پرمخ وې وړل شوې .
په دې غونډه کې استاد لطیفه شېر زۍ دکوربنې او پخلاجانه دمیلمه په توګه وټاکل شوې چې دبهیروالو لخوا پخلاجانې ته ښه راغلاست ویل شو .
حمیدې ځلا دتیرې اونۍ راپور غونډې ته وړاندې کړ چې دساینا ساپۍ لخوا وستایل شو .وروسته دازادې مشاعرې برخه داستاد لطیفه شېرزۍ په ښکلي نظم سره پیل شوه .چې دګډونوالو لخوایې هرکلی وشو .ساینا ساپۍ دډالۍ ترعنوان لاندې دوږمه سبا عامر یوه ټاکلی سپین شعر ولوست .چې ګډونوالو ډير خوښ کړ او استاد لطیفه په خپل وار سره دوږمې سبا عامر په شاعرۍ رڼا واچوله او ستاینه یې وکړه .پخلا جانې هم غوندې ته دیوه شعر په وړاندې کولو سره دمشاعرې لړۍ جارې وساتله .حمیدې ځلاهم خپله لنډه کیسه ګډونوالو ته واوروله .چې په ټولنه کې دښځو دټولیزژوند پروړاندې ستونزو ته پکې اشاره شوې وه .استاد لطیفه شېرزۍ هم په ټولنه کې دښځو پروړاندې دتاوتریخوالې ته په اشارې سره دبیلګې په توګه یې د څو پیښو یادونه وکړه،چې ګډونوالو پرې بحث وکړ .لیلا ساپۍ هم غونډې ته دشاغلي بارکوال میاخيل یو شعر وړاندې کړ .چې د پخلا جانې لخوا وستایل شو .په پای کې استاد لطیفه شېرزۍ یو ځل بیا دبهیر دغوڼدو دبیا پیل څخه دخوښۍ په څرګندولو سره وویل چې له دې وروسته به هڅه وکړي چې ډيرې هغه نحونې او میرمنې چې له لیکلوالۍ او شاعرۍ سره مینه لري دبهیر غونډو ته راوبلي .غونډه د ساینا ساپۍ لخوا د دعا په کولو سره دمازدیګر په پینځه نیمو بجو پای ته ورسېده .
دبلخ ادبي خوځښت څانګه میرمن ادبي کلتوري بهیر هره اونۍ دپنجشبې په ورځ دمازدیګر په څلورو بجو دخوشحال بابا په کتابتون کې خپله غوڼده ترسره کوي .