راپور حمیده ځلا
دبلخ ادبي خوځښت څانګې مېرمن ادبي کلتوري بهیر خپله اونیزه غوڼده د۱۳۹۲ لمریز کال دپنجشنبې په ورځ دزمري دمیاشتې په ۳۱نیټه دخوشحال بابا په کتابتون کې ترسره کړه .
ددغې غونډې دویاندویي چارې دجمیله ګران لخوا پرمخ وې وړل شوي ،او غونډه دسپوږمۍ غفورزۍ سعادت لخوا دقران کریم دڅو سپیڅلو آيتونو په لوستلو سره پیل شوه .دتېرې اونۍ راپور حمیده ځلا ولوست ،جمیله ګران راپور خوښ کړ او وې ویل چې دتېرې اونۍ دغونډې ټولو برخو ته پکې اشاره شوې وه .لیلا ساپۍ هم زیاته کړه چې راپور ډېر عام فهمه لیکل شوی وو.
دمشاعرې برخه دسپوږمۍ غفورزۍ سعادت لخوا دټپو په لوستلو سره پیل شوه ،چې دبېلګې په توګه یې دلته څو ټپې را اخلم ،
پښتانه ټول دویاړ وړ دي
ځکه ټول خلک یې په ننګ ساتلي دینه
+++
زلمیو راشۍ توره وکړۍ
که نه په سرو منګلو زه وطن ګټمه
+++
ښه ده یارې په پیسو نده
که نه مفلس یاران به ټول بې یاره ونه
+++
زه په پښتون یارمې ویاړم
زه پښتنه یم تاجیک یار نه قبلومه
دسپوږمۍ لخوا لیکل شوې لنډۍ چې پښتنې مینې ته پکې اشاره شوې وه دګډونوالو لخوا وستایل شوې او نوموړې لا زیاتو لیکلو ته وهڅول شوه .جملیه ګران هم دسپیڅلې مینې په اړه داسې یوه ټپه وړاندې کړه :
واکه چې ستا دمینې سیوری مې په ژوند راشي
ما به پینځه وخته لمانځه کې دعا کوله
زهرا کاکړ هم دفکر تر عنوان لاندې یو ښکلی مطلب ولوست ساینا صافۍ دسلام تر عنوان لاندې یو سپین شعر ګډونوالو ته واوراوه چې دګډونوالو لخوا یې ستاینه وشوه .لیلا صافۍ یو ټاکلی شعر وړاندې کړ او دشعر په ښکلایې خبرې وکړې .
اسیه احساس هم خپله نثري ټوټه ولوستله چې په غونډه کې دګډونولو لخوا یې هرکلی وشو.
دغونډې په پای کې لیلا ساپۍ دګډونواله حضور وستایه او وې ویل چې له دې وروسته به زموږ غونډې تر دې هم ښې او په زړه پورې وي .
دغه غونډه دپنجشنبې مازدیګر په ۵:۳۰ بجوپای ته ورسېده .
دمېرمن ادبي کلتوري بهیر غونډې هره اونۍ د پنجشنبې مازدیګر په ۴ بجو دخوشحال بابا په کتابتون کې تر سره کیږي.