راپور:ساینا صافی
هــــــــــره مینـــــه همیشه لپاره نــه وی
دمور مینی نه قربان شم چی همیش وی
د جوزا د مياشتې ۲۴ مه په افغانستان كې د مور ورځ ده. د هغه عاطفي موجود ورځ، چې د خپل اولاد د خوشحالۍ او آرامۍ لپاره په ځان ډېرې سختې زغمي. هغه موجود، چې د اولاد تر پيدا كېدو وروسته شپې شپې ترسهاره د دې لپاره، چې اولاد يې كرار ويده شي، بې خوبۍ تېروي. د جوزا ۲۴مه د هغه عاطفي موجود ورځ ده، چې ټولنې ته د يو سالم وګړي د وړاندې كولو لپاره د اولاد د تعليم او تربيې كوښښ كوي او هغه ته د مينې او صفا درس وركوي، ځكه خو نو وايي، چې (( مور هغه څوك ده، چې په يو لاس زانګو او په بل لاس جهان زنګوي.))
د بلخ ادبي خوځښت څانګې مېرمن ادبي او كلتوري بهير دپنجشنې په ورځ د ۱۳۹۲غبرګولی په ۲۳مه خپله اونيزه غونډه هم د مور نړی واله ورځ ته ځانګړی کړی وه غونډه د هوسۍ په مشرۍ د غرمې په دوه بجو د دهغی خوځښت په کتابون کی په یوه ښکلی شعر چې مور په هکله وو پیل شوه .
مور يو داسې موجود دى، چې ډېر ځله د خپل اولاد لپاره، هم مور وي او هم پلار او د ا ځكه، چې په بېلابېلو حالاتو كې د نفقې د پيدا كولو هڅه هم همدا مور كوي.
موږ نن د هغه موجود ورځ لمانځو، چې د دې ټولو خواريو په ترسره كولو سره، موږ په دې باوري كوي، چې: (( جنت د ميندو تر قدمونو لاندې دى.))
دغونډې میلمانه استاد هما صافی دتجربوی لیسی د پښتو څکانګی مشره او رابعه صافی د هاشم برات لیسی د پښتو څانګی استاده او لطیفه شیرزی دښوونی اوروزنی انسټیوټ دپښتو څانګی استاد او لیکواله کوربه وه.
استاد شیرزۍ د دی ورځی په هکله وویل :كه څه هم په افغانستان كې هركال دغه نيكمرغه ورځ په رسمي، خو سمبوليكه بڼه لمانځل كېږي او تر يو بريده د مور د حق پرځاى كولو هڅه ګڼل كېداى شي، خو د مور مقام دومره لوړ او له عظمته ډك دى، چې نبايد په سمبوليك ډول او د څو غوړو او عاطفي خبرو په رانغاړلو سره ځان په دې تېر باسو، چې د دغې ورځې په لمانځلو سره د مور حقيقي حق پرځاى كوو، ځكه دا ميندې او مورګانې دي، چې زموږ په زړونو كې د وطن او وطنپالنې مينې موجودې دي او دا هغه مينه ده، چې همدغو ميندو او مورګانو موږ ته رازده كړې ده او د همدې مور د همدې سپارښتنې له بركته ده، چې موږ د يو سرلوړي هيواد څښتنان يو او په وطنپالنه كې د ټولې نړۍ په كچه خپل نوم او نښان لرو.
استاد لطیفه شیرزۍ زیاته کړه د خواشينى خبره ده، چې په اوسنيو حالاتو كې زموږ په ميندو شپه او ورځ يوه ده، جشنونه او خوښۍ د نړى د هغو ميندو دي کوم، چې د ژوند په ښو شرايطو کې يې ماشوم لويږي، د لوبو، تعليم او تحصيل ټول امکانات لرې، ټول هغه څه لري کوم، چې د ژوند لپاره اړين او ضروري برېښې.
مګر په اوسنيو شرايطو كې افغاني ميندې، خو هېڅ هم نه لري او مدام يې د ورانكارو او بهرنيو ځواكونو له لوري په پوځي عملياتو كې يا په خپله وژل كېږي او يا يې بچي نښه ګرځي.
همدارنګه نورو ګدونوالو هم پخپل وارسره د مور د ورځی په ویاړ خپلی خبری نور سره شریک کی کړی .
ساینا صافی وویل: نړيوال پوهان وايي، چې هره مور ښځه ده، ولي هر ښځه مور نده ! مگر کله چي د مور په هکله خبرې کوو نو هرو مرو د ښځې نوم يادوو او ماشوم ورسره په نظر کې راگرځې. مور هغه مقدس نوم دۍ، چي هر څوک يي په زياته مينه او احترام پر خوله راوړې. خو له بده مرغه په ټولنيز ژوند کې بيا دا مامول بل ډول بڼه لرې، مور زيات وخت د قدرت د خاوندانو له تاخت او تاز سره مخامخ کيږي، د ښځو سره په کړنو کي داهيره وې، چې که دا د ده مور، خور او يا لور نده د يو بل چا مور، خور، لور يا کورودانه ده.
استاد لیلا صافی د ښځو اوسنی وضعیت په اړه وویل :متاسفانه د ورځني ژوند په اقتصادي ، سياسي، اجتماعي او فرهنگي بر خو کي نارينه و تر ښځو ځانته ډير حق ورکړى او زيات وختونه يې د قدرت څخه د ناوړې استفادې او يا منځنيو پيړيو د زاړه شويو غير عادلانه دودونو او دستورونو په نامه په ټولنيزو چاروکې د ښځو د فعال او رغنده گډون مخه نيولې ده.
همدا افغانه ميړنۍ او پر وطن مينه مور وه، چي په جگړو کې يې د خاوند، لور، زوى او يا ورور مرگ ژړولې او غمجنه کړېده، خو تسليم شوې نده، همدا افغانې کونډي مېرمنې دي، چې د کورنۍ جگړې په جريان کې يې خپل د ژوند ملگرى دلاسه ورکړى د شخصي ژوند او ماشوم د روزلو دروند پېټۍ يې پر اوږو پروت وې، مگرپه ميړانه پر مخ درومې او د ژوند له ټولو ناخوالو سره مقاومت کوي. افغانو ميندو يوه لمحه هم د خپل ماشوم په روزلو کې غفلت ندی کړى، په ډير سختو او په له ډول ډول ستونزو ډکو شرايطو کې يې د ټولو ستونزو په منلو سره خپل ماشوم د صداقت، هيواد پالني او خدمت کولوپه روحيه روزلى دی، نو بنا دا پربچو ده، چې د خپلو ميندو په قدركولو راووځي.
د غونډې په پای کې مشاعره وشوه په مشاعره کې هوسی جلالزی ، ساینا صافی حمیده ځلا،آسیه احساس، زهرا کاکړ، جمیله گران، فرشته مومند، سپوژمی ،ځلا صافی، لیلا صافی او راغلی میلمنه استاد هما صافی هم خپلی نثری ټوټی او شعرونه چی د مور دورځی لپاره لیکلی وی ګډون والوته ډالۍ کړی.
د غونډې كوربنې ننۍ غونډه ښه و ارزوله تولو گدون والوته د مورد ورځی مبارکی وویل او د ليكلو په برخه كې يې د ګډونوالو هڅې د خوښۍ وړ وگڼلې.
غونډه د ناشتا په خوړلو او استاد لطیفه شیرزۍ ،هما صافی او اسیه احساس ته چی دوی د ټولو ستونزو په منلو سره خپل ماشوم د صداقت، هيواد پالني او خدمت کولوپه روحيه روزلى دی دمبارکی ویلو او ډالی ورکولو سره د مازديګر پر څلورو بجوپای ته ورسيده .
ياده دې وي چې د بلخ ادبي خوځښت څانګې مېرمن ادبي او كلتوري بهير خپله اونيزه غونډه هر پنجشنبه د ماسپښين پر دوه بجو ددهغی خوځښت په کتابتون کی تر سره کوی.