بريالی جلالزی –
په بلخ ولايت کې د((راځئ پښتو وليکو!)) تر عنوان لاندې د ليکوالۍ د زده کړې د بهير دويم پړاو پيل شو.
دغه بهير تېر کال د بلخ ادبي خوځښت له لوري پيل شوی و او هدف يې په دغه ولايت کې ځوانانو ته د پښتو ليکلو لارې چارې ور زده کول و.
بلخ د افغانستان له مهمو ولايتونو څخه دی چې د نفوس شاوخوا درېيمه برخه يې پښتانه دي خو په تېرو لسيزو کې دغلته هم د افغانستان د ځينو نورو ولايتونو په څېر دري ژبه حاکمه وه چې د پښتو او ازبکي په ګډون نورې ژبې يې شاته کړې وې.
په بلخ کې ښوونځي په دري ژبه دي او دولتي مکاتبات او ليکنې هم په دري ژبه ترسره کېږي. خو تېر کال بلخ ادبي خوځښت چې په بلخ ولايت کې له تېرو لسو کلونو راهيسې ادبي او فرهنګي فعاليتونه کوي وپتېيله چې خلکو ته د پښتو ژبې د ليکلو لارې چارې ور وښيي.
بلخ ادبي خوځښت تېر کال د ((راځئ پښتو وليکو!)) تر سرليک لاندې په ورته لړۍ کې څه باندې ۵۰ هلکانو او نجونو ګډون کړی و او څلور مياشتې يې دغه روزنيز بهير بشپړ کړ.
د بلخ ادبي خوځښت مشر او ليکوال ذبيح الله احساس وايي تېر کال په يادوو شويو کسانو کې شاوخوا دېرش تنه داسې وو، چې له لويه سره يې پښتو ليکلای نه شوه، خو ددغه روزنيز بهير له بشپړېدو وروسته يې ليکوالي پيل کړه او يو شمېر کسانو خو لنډې کيسې ليکل هم پيل کړل، چې دا يوه لويه لاسته راوړنه وه.
سږ کال بيا په دغه بهير کې ۳۲ کسانو برخه اخيستې او دوه مياشتې به ورته په دغه روزنيز پروګرام کې په وړيا توګه د پښتو ژبې د ليکلو لارې چارې ور زده کېږي.
دغه روزنيز بهير وړيا دی او د بلخ ادبي خوځښت د غړو له لوري ورته درس ورکول کېږي.
بلخ ادبي خوځښت له تېرو لسو کلونو په دغه ولايت کې د پشتو ژبې او ادب د پراختيا په برخه کې فعاليتونه کوي، د دغه ولايت په بېلا بېلو سیمو کې زلميانو لپاره د مومند بابا، ام البلاد او چاربولک په نامه او د بلخ مېرمن کلتوري بهیر په نامه د نجونو ادبي بهيرونه لري.
د پرخې او پسرلی په نامه پښتو مجلې هم خپروي او د خوشال بابا په نامه پښتو عامه کتابتون يې هم جوړ کړی دی.
ماشا الله: ډیر نیک ښکلۍ او عملی کار دۍ ، له بده مرغه زه له هیواد نه د باندی یم او پدغه نیک او پښتونولۍ کار کی عملا دغلته ونډه نشم اخیستۍ، اما که د ژباړی، کره کتنی او داسی نورو دی ورته موضوعاتو کی خپلی مورنۍ ژبی ته د چوپړ جوګه وګرزم ویاړ به ورباندی وکړم. او زه پدی پورته کر شویو شیانو کی حاضر یم: او راځۍ داسی ووایو
راځۍ قسم واخلو پښتو یوه ده««»» لارمو دکلی د وتو یوه ده