بلخ ادبي خوځښت/ مېرمن بهير:
((په ميرمن بهير کې د زياتو نجونو ګډون د ستاينې وړ دی.))
راپور: ناهيده

د بلخ ادبي خوځښت ميرمن بهىر خپله اونيزه ناسته د ۱۳۹۶لمريز د غويې په ۱۳مه، د خوځښت د مرکزي دفتر د غونډو په تالار کې وکړه، چې ګڼ شمېر نجونو او مېرمنو پکې ګډون کړى وو.

غونډه ماذيګر مهال د مينا په ويندويي د پريوش له خوا د قرآنکريم په تلاوت پيل شوه. د غونډې ميلمه ايمان ساپۍ او کوربه يې شګوفه وې.

د مېرمن بهير غړې اسيه احساس په غونډه کې د ډېرو نجونو پر ګډون خوښي وښوده او زیاته يې کړه، چې بايد د بهير د پرمختګ او له لارې يې د فکري ويښتابه روان مزل لا پسي ګړندی شي.

هغې، چې په غونډه کې يې ادبي نثر وړاندې کړ، وويل، چې په خپله ژبه همدومره ليکل يې د مېرمن بهير په برکت زده کړي دي.
د تيرې اونۍ راپور ناهيد ولوست، چې ګډونوالو پرې کره کتنه وکړه.
بخت زمينې د کره کتنې پيل وکړ او ويې ويل: ډيرې کليشه يي جملې بايد ونه کارول شي. په يوې خاص او تحريکونکې جملې راپور پيل شي، چې د ګډنوالو پام راواړوي.
ورپسې جميله واک د راپور لومړۍ برخه خوښه کړه.

نوموړې وويل، چې د راپور په لومړۍ برخه کې د تېرې ناستې جزيات په ښه توګه راخيستل شوي وو.
خو جميلې پر راپور ليکونکې نيوکه وکړه، چې د دريځ له لارې د راپور له ويلو وړاندې اجازې ته اړتيا نه وي، ځکه چې د وياندې لخوا بلنه درکول کېږي.

شګوفې بيا د راپور ويلو پر مهال د ژبې بندښت نېمګړتيا وبلله او همداراز يې په راپور کې د بهير د غړو له نومونو سره د هغوی د تخلص يادونه اړينه وبلله.

له راپور وروسته ناهيدې خپله لنډه کيسه کره کتنې ته وړاندې کړه.
د بهير د بېلا بېلو غړو لخوا پر کيسه کره کتنه وشوه.

د کيسې پیل ښه وګڼل شو، خو مکالمې يې د اوږدوالي له امله چا ډېرې خوښې نه کړي، همداراز د کيسې موضوع کسيزه ونه ګڼل شوه؛ خو په کيسه کې د کرکټرونه لوبېدل تر یو ځايه وستايل شول.

د غونډې په ازاده برخه کې اسيه احساس ادبي نثر، جميله واک د مېرمن بهير د تېر او اوس مهال په تړاو ادبي ليکنه، مينا کيسه ګۍ، بخت زمينې هنرې نثر، عابده حبيب شعر او ایمان ساپۍ لنډکی نثر واورول.
د راتلونکې غونډې لپاره د پريوش محمدي لنډه کيسه د کره کتنې لپاره وټاکل شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *