تاند، چهار شنبه، د اسد ۹مه: مخابراتو وزارت بلخ ولایت کې په ۱۱مه ورځ د خصوصي مخابراتي شبکو د ۲۴ ساعته فعالیت د بیا پیل خبر ورکړی.

د مخابراتو سرپرست وزیر فهیم هاشمي وايي، مخابراتي شبکو ژمنه کړې ده چې له دې وروسته به د طالبانو له ډاره د شپې له مخې د مزار شریف په خلکو خپل خدمات نه قطع کوي.

د بلخ ولایتي ادارې هم تایید کړې چې سر له نن مازیګر څخه په بلخ کې د ټولو مخابراتي شبکو ۲۴ ساعته فعالیتونه پيل شول.

د بلخ چارواکو د چنګاښ په ۳۱ نېټه بلخ کې ټولې خصوصي شبکې هغه مهال وتړلې چې دوی څو ورځې پرله پسې پر خلکو د شپې له مخې مخابراتي خدمتونه پرې کړل او بیا یې بهانه وکړه چې طالبانو ورته ګواښونه کړي دي.

تېرو شاوخوا دوه اوونیو کې په ټول بلخ کې یوازې سلام مخابراتي شبکې فعالیت کاوه، خو طالبانو ځايي خلکو ته ګواښ کړی و که د چا په جیب کې سلام سیمکارت وموندل شو پرته له ګرویږنو او پلټنو به ۶ میاشتې زندان ورسره تېروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *