راپور: سید علم سیلاب
مزار شریف/ جولای ۷مه/ ۲۰۱۵
په بلخ ولایت کې د هندارې موسسې لخوا، هنر د سوله ييزې څرګندونې لپاره تر نامه لاندې د ځوانانو ګرافیتي کمپاین پيل شو، چې په پایله کې به يې ۶۰ کسان د سوله ييز ذهنیت د ترویج په موخه وروزل شي.
دغه پروګرام نن سه شنبه، د ۲۰۱۵ کال د جولای پر ۷مه نېټه له مزار شریف ښار څخه پيل شو، چې نظري زده کړې او عملي کار به يې دوه نيمي میاشتې وخت ونیسي.
د دغه پروګرام مسوول بريالي جلالزي رسنيو ته وویل، چې د دغه پروګرام نظري زده کړې به شپږ ورځې په مزار شریف ښار او پنځلس ورځې به د بلخ په دوه ولسوالیو، بلخ او چهاربولک ولسوالیو کې ترسره شي او پاتې نور وخت به د پروګرام ګډونکونکي د سولې د ترويج په موخه په یادو سيمو کې په عملي ډول پر ديوالونو رسمونه وباسي او ګرافیتي کمپاین به کوي.
هغه زياته کړه چې د دې پروګرام په ترڅ کې په يادو دوه ولسوالیو کې ټولټال ۷۲ رسمونه کښل کیږي.
نوموړي همدا راز وويل، چې له دې پروګرام څخه د دوی موخه د ځوانانو ترمنځ د سوله ييز ذهنيت خپرول، سولې او ډيموکراسۍ ته وده ورکول، په دولتي چارو کې د ځوانانو ونډه اخيستنه او د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره مبارزه ده.
بریالي جلالزي وړاندې وويل، چې دغه پروګرام به د اقتصاد ریاست، اطلاعاتو کلتور ریاست او ښاروالۍ له لوري څارل کېږي او د دغو نهادونو په همغږۍ به پر مخ وړل کیږي.
د دغې لړۍ یو تن ګډونکونکي نجيب الله په خپلو خبرو کې وويل، چې خوښ دی چې د سولې د ترويج په موخه يې په ياد پروګرام کې ګډون کړی دی.
هغه زياته کړه، چې خلک د سولې ليواله دي او په دې برخه کې هر ډول ګام د خلکو له تود هر کلي سره مخ کېږي.
نجیب الله وړاندې وويل، چې له دې مخکې يې د ګرافیتي هنر په اړه ابتدايي مالومات درلودل خو د دې پروګرام په ترڅ کې به په نظري او عملي ډول زده کړې کوي.
د يادونې وړ ده چې دغه لړۍ د هندارې موسسې لخوا هم مهاله په هرات ولایت کې هم پيل شوې ده.
بله خوا
په هرات ولایت کې د هندارې موسسې لخوا، هنر د سوله ييزې څرګندونې لپاره تر نامه لاندې د ځوانانو ګرافیتي کمپاین پيل شو، چې په پایله کې به يې ۶۰ کسان د سوله ييز ذهنیت د ترویج په موخه وروزل شي.
دغه پروګرام نن سه شنبه، د ۲۰۱۵ کال د جولای پر ۷مه نېټه له هرات ښار څخه پيل شو، چې نظري زده کړې او عملي کار به يې دوه نيمي میاشتې وخت ونیسي.
د دغه پروګرام مسوول علی محمد سباوون رسنيو ته وویل، چې د دغه پروګرام نظري زده کړې به شپږ ورځې په هرات ښار او پنځلس ورځې به د هرات په دوه ولسوالیو، انجیل او ګذره ولسوالیو کې ترسره شي او پاتې نور وخت به د پروګرام ګډونکونکي د سولې د ترويج په موخه په یادو سيمو کې په عملي ډول پر ديوالونو رسمونه وباسي او ګرافیتي کمپاین به کوي.
هغه زياته کړه چې د دې پروګرام په ترڅ کې په يادو دوه ولسوالیو کې ټولټال ۷۲ رسمونه کښل کیږي.
نوموړي همدا راز وويل، چې له دې پروګرام څخه د دوی موخه د ځوانانو ترمنځ د سوله ييز ذهنيت خپرول، سولې او ډيموکراسۍ ته وده ورکول، په دولتي چارو کې د ځوانانو ونډه اخيستنه او د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره مبارزه ده.
د دغې لړۍ یوې تنې ګډونکونکې الناز عظیمي په خپلو خبرو کې وويل، چې خوښ دی چې د سولې د ترويج په موخه يې په ياد پروګرام کې ګډون کړی دی.
هغې زياته کړه، چې خلک د سولې ليواله دي او په دې برخه کې هر ډول ګام د خلکو له تود هر کلي سره مخ کېږي.
الناز وړاندې وويل، چې له دې مخکې يې د ګرافیتي هنر په اړه ابتدايي مالومات درلودل خو د دې پروګرام په ترڅ کې به په نظري او عملي ډول زده کړې کوي.
د يادونې وړ ده چې دغه لړۍ د هندارې موسسې لخوا هم مهاله په بلخ ولایت کې هم پيل شوې ده.