تاند، دوشنبه، د چنګاښ ۳۱مه: د بلخ ځايي چارواکو نن دوشنبه په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو دفترونه وتړل.
پرون د بلخ چارواکو د مخابراتي شرکتونو له مشرانو سره لیدنه کې دوی ته ګواښ کړی و، که د شپې لخوا یې بیا هم فعالیتونه بند شول، و دفترونه به یې وتړي، خو بیګا بیا دغو شبکو خپل فعالیتونه درولي وو.
اوس یې په غبرګون د بلخ ولایتي ادارې یوه خبرپاڼه کې ویلي، هره شبکه چې د شپې له مخې خپل فعالیتونه پرې کوي، دفتر به یې تړل کېږي او دوی به طالبانو سره همکارۍ په جرم څارنوالۍ ته معرفي کوي.
بلخ ولایت کې د طالبانو د ګواښ له کبله له دوه شپو راهیسې مخابراتي شبکو خپل فعالیت درولی و چې دې مسئلې د مزار شریف د اوسېدونکو او چارواکو سخت غبرګون راوپاراوه.
طالبانو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي چې مخابراتي شبکو ته یې رښتیا هم دا ګواښ کړی که نه؟
خو اکثره سیمو کې مخابراتي شبکو باندې دا تور دی چې طالبانو ته باج ورکوي، کریډیټ او فري سیمکارټونه ور استوي او د شپې لخوا د هغوی په غوښتنه د خپلو مخابراتي شبکو فعالیتونه دروي.