تاند، یکشنبه، د دلوې ۶مه: د بلخ ولسوالۍ بوکې کې د طالبانو پر ضد شاهین عملیاتو کې تېر ماښام شپږ بجې هوايي برید شوی چې د ملکي تلفاتو راپورونه ترې ورکړل شوي دي.
ویل کېږي چې په دغه برید کې د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي او په وژل شویو کې درې ښځې او دوه ماشومان شامل دي.
په دې سیمه کې تر ډېره پښتانه مېشت دي، چې په اړه یې ځايي خبریالان وایي، خلکو د اعتراض په توګه د وژل شوو کسانو جسدونه د ولایتي شورا مخې ته راوړي دي.
حمدالله محب، اسد خالد او اندرابي بلخ ته رسېدلي
له بلې خوا د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم ځان بلخ ته رسولی دی.
د حمدالله محب او اسدالله خالد په مشرۍ د امنیت شورا او دفاع وزارت لوړ پوړی پلاوی د یکشنبې په سهار شمالي ولایت بلخ ته تللی دی.
د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد تاند ته وویل، په دې پلاوي کې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد، د سیمه ییزو ارګانونو ادارې مشر متین بیګ او د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي شامل دي چې د شمالي ولایتونو امنیتي جاج به واخلي.
ټاکل شوې ده چې امنیتي چارواکي به په شمالي ولایتونو کې له واليانو ، نظامي شوراګانو ، ولسوالانو ، د پراختیایي شورا مشرانو ، عالمانو ، ښځو ، مدني ټولنو او ځوانانو سره په جلا جلا ډول وګوري.